ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي د یاد سازمان له امنیت شورا او انتونيو ګوترېش غوښتي چې د ایران پر وړاندې د ټرمپ ګواښوونکو څرګندونو ته جدي غبرګون وښیي.
یادې استازولۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک کې لیکلي، چې دا ډول بې پروا څرګندونې د بشري حقونو ښکاره نقض دی.
لیک کې راغلي، چې د ټرمپ څرګندونې د ملګرو ملتونو د منشور څلورمې مادې خلاف دي.
د یادونې ده چې تېره ورځ ټرمپ ایران ته ګواښ وکړ چې یا توافق وکړئ او یا به بمبار شئ.

