د ایران د رهبر مشاور علي لاریجاني ویلي، که امریکا یا اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ نو دوی مجبور دي چې اټوم بم تولید کړي.
نوموړی وايي، ایران وړتیا لري؛ خو اوس د رهبرۍ پرېکړه دا ده، چې د اټومي وسلو د تولید پر لور نه ځي.
هغه زیاتوي، امریکا سهوه کوي، چې په دې برخه کې پر ایران فشار واردوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د اټومي وسلو پر سر د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې شوې دي.

