د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، پلان لري چې د خپلې دویمې دورې د ولسمشرۍ په لومړي بهرني سفر کې د مې میاشتې په منځ کې سعودي عربستان ته ولاړ شي.
اکسیوس د دوو امریکایي چارواکو او د ټرمپ د سفر له پلانونو څخه د یوه باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې دا احتمالي سفر د امریکایي لوړپوړو چارواکو او د سعودي عربستان د سیالانو ترمنځ، په ځانګړي توګه د اوکراین د جګړې په اړه د وروستیو اونیو خبرو اترو کې مطرح شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې سعودي عربستان ته د ټرمپ د سفر پرېکړه د خلیج د هیوادونو، په ځانګړي ډول د اقتصادي همکارۍ او پانګونې په برخه کې، د ټرمپ د ادارې د نږدې اړیکو ښکارندویي کوي.
دا راپور داسې مهال خپور شو، چې سعودي عربستان هڅه کوي د روسیې او اوکراین ترمنځ د اوربند د منځګړیتوب لپاره امریکا سره مرسته وکړي.

