د اسرائیل تلویزیون راپور ورکړی چې د حماس ځینې لوړپوړي غړي د اختر د اوربند په بدل کې د لږ شمېر اسرائیلي یرغمل شویو کسانو د خوشي کولو چمتووالی لري.
دوی ویلي، لا معلومه نه ده چې حماس به د یرغمل کسانو د خوشي کولو په بدل کې څه غوښتنه وکړي.
راپور زیاتوي چې د خوشي کېدونکو کسانو په ډله کې یو امریکایي ـ اسرائیلي سرتېری هم شامل دی، چې امریکا او قطر یې د آزادۍ غوښتنه کړې.
یاد تلویزیون ویلي، دا معامله تر ډېره د هغو اعتراضاتو له امله ده، چې په غزه کې د حماس پر ضد روان دي.
راپور وايي، چې حماس غواړي دا اعتراضونه کنټرول کړي، خو د اسرائیل د عملیاتو د دوام له امله یې مهارول ورته سخت شوي دي.

