اسرائیل پرون جمعه د حزبالله پر ضد د اوربند له ماتېدو وروسته خپله لومړنۍ لویه هوایي حمله د بیروت سویل ته، په ضاحیه سیمه کې ترسره کړه، چې د حزبالله مرکز ګڼل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، دا برید د هغو توغندیو د غچ په توګه ترسره شوی چې له لبنان څخه د اسرائیل پر لور توغول شوې وه.
اسرائیلي ځواکونو د بیروت په جنوبي څنډه کې یو ودانۍ په نښه کړه، چې اسرائیل ادعا کوي دا د حزبالله د ډرون الوتکو د ساتلو مرکز و.
حزبالله د دغو توغندیو د توغولو مسؤلیت نهدی منلی.

