د میانمار نظامي حکومت اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د زلزلې د مړو شمېر ۶۹۴ ته رسېدلی او د ټپيانو شمېر ۱۶۷۰ ته لوړ شوی دی.
د میانمار د نظامي حکومت مشر، جنرال مین آنګ هلائینګ، له هېوادونو څخه د زلزلهځپلو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
میانمار د سیمې یو له بېوزلو هېوادونو څخه دی، چې کورنۍ جګړې ځپلی او معلومات پهکې سخت کنټرولېږي، له همدې امله د زلزلې د دقیقو تلفاتو او زیانونو راپور نشته.
د یادونې ده چې پرون جمعه په دغه هېواد کې د ریښتر په کچه۷.۷ درجې شدیده زلزله وشوه، چې ګڼ ښارونه یې ولړزول او مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

