پولیتیکو د دوو امریکايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ مرستیال او د هغه د دفتر مشر ټرمپ ته وړاندیز کړی چې مایک والتز دې له دندې لرې کړل شي.
د چهارشنبې په ورځ، جیډي ونس، سوزي وایلز او سرجیو ګور په یوه ناسته کې ټرمپ ته دا وړاندیز کړی.
ټرمپ منلې چې د هغه د ملي امنیت سلاکار ستونزه رامنځته کړې؛ خو د هغه ګوښه کول به د دیموکراتانو او پلوي رسنیو لپاره یو فرصت وي.
یو امریکايي چارواکي ویلي، والتز ښايي په راتلونکو اونیو کې له دندې ګوښه شي.
د یادونې ده چې د اتلانتیک مجلې مسؤل مدیر، جفري ګولډبرګ، په تصادفي ډول د سیګنال چټ ګروپ ته ورشامل شوی و، چې پکې د امریکا لوړپوړي چارواکي غړي وو او د حوثیانو پر ضد د عملیاتو لپاره دا ګروپ جوړ شوی و.
بل لورته مایک والتز ویلي، چې د چټ پیغامونو د افشا کېدو پوره مسؤلیت مني او دا یې یوه شرمونکې پېښه بللې.

