شنبه, مارچ 14, 2026
Homeکورپاڼهبي‌بي‌سي:د ترکیې حکومت زموږ یو خبریال له ۱۷ ساعته بند وروسته له...

بي‌بي‌سي:د ترکیې حکومت زموږ یو خبریال له ۱۷ ساعته بند وروسته له هیواده ایستلی

بي‌بي‌سي په یوه بیان کې ویلي چې د ترکیې حکومت د دې رسنۍ یو خبریال، مارک لوون، له ۱۷ ساعته بند وروسته له هیواده ایستلی دی.

بي‌بي‌سي ویلي، مارک لوون چې د مظاهرو د پوښښ لپاره استانبول ته تللی و، د چهارشنبې په ورځ له خپل هوټل څخه ونیول شو.

د بي‌بي‌سي نیوز اجرائیه مشرې، ډبورا تورنس، ویلي، چې دا یوه ډېره د اندېښنې وړ پېښه ده او موږ به د ترکیې د مقاماتو پر ضد اعتراض وکړو.

هغې زیاته کړې، چې هېڅ خبریال باید یوازې د خپلې دندې د ترسره کولو او د خبرونو د پوښښ له امله له داسې چلند سره مخ نشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here