د طالبانو د حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
هغه د اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې ټول لوري باید د افغانستان د خلکو ارزښتونو ته درناوی وکړي.
نوموړي ویلي چې له نړۍ سره د ورورۍ پر بنسټ اړیکې غواړي او ټینګار یې کړی، چې افغانان باید د اسلامي نظام د دفاع په موخه خپل یووالی ټنیګ کړي.

