د امریکا د سیګار ادارې پخوانی مشر جان ساپکو وایي، چې د افغانستان د حکومت پراخ فساد او د لوېدیځو هېوادونو تېروتنو طالبان بېرته واک ته ورسول.
هغه ویلي، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر د ده او د ډېرو امریکایانو لپاره د شرم وړ و.
ساپکو ټینګار کړی، چې افغانستان د امریکا اوسني حکومت ته ارزښت نه لري، نو ځکه یې له بېوزله افغانانو سره مرستې کمې کړې.
نوموړي ویلي، چې د ټرمپ اداره نه غواړي، چې د امریکا بشري مرستې طالبانو ته ورکړل شي.
ساپکو ادعا کړې، چې امریکا غوښتل افغانستان د “کوچنۍ ناروې” په څېر بدل کړي؛ خو د دې هېواد واقعي شرایط یې درک نه کړل.
هغه فساد، د بشري حقونو ضد عناصرو ملاتړ، او د افغانستان وضعیت نه درک کول، د امریکا د ناکامۍ عوامل بللي دي.
ساپکو ویلي، چې هر ځل د امریکا پوځ یو ملکي افغان وواژه، نو درې یا څلور نوي ترهګر یې رامنځته کړل.

