پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پولیسو پنځوس هغه افغان ماشومان بېرته خپل هېواد ته لېږلي، چې په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي وو.
د لنډي کوتل د پولیسو مشر عدنان افریدي ویلي، چې په دې وروستیو کې ۷۰۰ افغان ماشومان په غیر قانوني ډول دغه هېواد ته تللي دي.
نوموړی زیاتوي چې یاد ماشومان د نشهيي توکو په قاچاق کې لاس لري.
تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

