د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې افغان کډوال به په باعزته او تدریجي ډول خپل هېواد ته ستنیږي او دا لړۍ روانه ده.
هغه ویلي، چې د طالبانو له حکومت سره په ګډه د ناقانونه کډوالو پر ستنولو هوکړې ته رسېدلی دی.
د یادونې ده، چې ایران وايي، په دغه هېواد کې له پنځو میلیونو زیات افغان کډوال مېشت دي، چې ډېر یې قانوني اسناد نه لري.

