پاکستانۍ رسنۍ ایکسپریس ټریبون ویلي، چې افغانستان ته د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان د سفر اصلي اجنډا د ټيټيپي په اړه له طالبانو سره خبرې وې.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او پاکستاني لوري ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
ټریبون ویلي، چې طالب چارواکو پاکستاني لوري ته ویلي، چې پاکستان له دومره زور سره د ټي ټي پي پر وړاندې پاتې راځي، نو دوی به د یادې ډلې پر کنټرول څه ډول وتوانیږي.
د یادونې ده چې محمد صادق خان د یکشنبې په ورځ کابل ته راغلی وو.

