د سيآیای پخوانۍ مامورې سارا ادم د امریکا له لوري د جایزو له نوملړه د سراج الدین حقاني او عزیز الرحمان حقاني د نومونو اېستل د امریکا لپاره خطرناک بللي دي.
نوموړې ویلي، چې دغه اقدام یوازې دوښمن ته ګټه رسوي.
هغې زیاته کړې، مونږ د ترهګرۍ پر وړاندې د حقیقي بدلون هیله درلوده؛ خو اوس همغه زړې تېروتنې تکراریږي.
ادم زیاتوي، داسې ښکاري چې د امریکا د نوي حکومت له لوري حقاني شبکې ته دا انعامونه ورکول کېږي.

