د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند شفقت علي خان وايي، د افغان کډوالو د وتلو لپاره ټاکل شوې وروستۍ نېټه بیا نه نوې کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د اې سي سي کارت لرونکي او غیر قانوني افغان کډوال باید د مارچ تر ۳۱ پورې پاکستان پرېږدي.
نوموړي په دې اړه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي شورا اندېښنو ته په ځواب کې ویلي، چې پاکستان د دغې شورا غړی نه دی؛ نو له دې امله دغې شورا سره کومه همغږي نه لري.
شفقت علي خان ویلي، له افغان کډوالو سره په تېرو شلو کالونو کې هر شوی کمک د پاکستان د غوښتنو پر اساس وو.

