چهارشنبه, مارچ 18, 2026
Homeافغانستاند امریکایي پلاوي له خبرو سره هم‌مهاله؛د طالبانو حکومت امریکایي بندي له...

د امریکایي پلاوي له خبرو سره هم‌مهاله؛د طالبانو حکومت امریکایي بندي له زندان څخه آزاد کړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په یو بشر دوستانه اقدام کې یې یو تن امریکایي بندي جورج ګلیزمن له دوه کاله بند وروسته له بنده خوشې کړ.

بل لورته د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې نن له یوه امریکايي پلاوي سره کابل ته راغلی او د بندیانو پر خلاصون یې خبرې کړي، ددې خبر پخلی یې کړی.

ښاغلي خلیلزاد په ​​ایکس کې لیکلي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لور د “ښه نیت د څرګندولو” په توګه ترسره شوی.

هغه ویلي، چې ټرمپ ته په بهر کې د توقیف شویو امریکایانو خوشې کول او بیرته ستنیدل په لومړیتوب کې ځای لري.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here