د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده د غم او ښادۍ مراسمو لپاره یو اوږد پنځه مادهییز فرمان خپور کړی.
دغه فرمان چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خپور کړی، پکې د نجلۍ ولي مکلف شوی، چې په نجلۍ جبر ونکړي او هغې ته په مشوره خاوند وټاکي.
په فرمان کې د مړي په اړه ویل شوي، سقاط به د هغه مړي لپاره ورکول کېږي چې وصیت یې نه وي کړی.
دا پنځه مادهیز فرمان کې د ګڼو نورو مسائیلو ترڅنګ رواجي خیراتونه هم منع شوي دي.
یاد فرمان کې دغه راز راغلي، چې طالب مسئولين د خپلو وفات شويو خپلوانو فاتحې نهشي اعلانولی او له اعلان پرته د خپلو اوسېدلو په ځای کې يوازې تر درې ورځو د فاتحې لپاره کېناستلای شي.
نوموړي یو شمېر وزارتونه، رسنۍ، علمي شوراګانې او مخور کسان مکلف کړي چې د دغه فرمان په اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.
د یاد فرمان پنځمه ماده کې حکم شوی، چې دا فرمان باید رسمي جریده کې چاپ او ژر خپور شي.

