د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر پر سعودي عربستان کړې نیوکه له خپلې ایکسپاڼې لرې کړه.
هغه د سعودي له لوري د یمن د حوثیانو د توغندیو شنډولو ته غبرګون کې لیکلي وو، چې له فلسطین وروسته د سعودي وار دی.
هغه د یمن حوثیانو ستانیه کړې وه چې د اسرائیل پر وړاندې مبارزه کوي.
د نوموړي د ایکس پوسټ لرې کولو علت معلوم نه دی.
دا لومړی ځل وو چې د طالبانو حکومت یو رسمي ویاند په سعودي نیوکه کړې وه.
بل لورته اسرائیل ویلي، چې دوی د سعودي په خاوره کې د یمن توغندي شنډ کړي دي.

