د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ هغه څرګندونې رد کړې چې بلوچستان کې یې د شوي برید سرچینه افغانستان پورې تړلې یاده کړې وه.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي اړیکو مسؤل عبدالقهار بلخي ویلي، چې پاکستان باید د دا ډول بې بنیاده څرګندونو پر ځای خپلې امنیتي او کورنیو ستونزو پر حل تمرکز وکړي.
نوموړي ویلي، بلوڅ د طالبانو له حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه لري او دوی د سیاسي موخو لپاره د ملکي وګړو قرباني کول د توجیه وړ نه بولي.
د یادونې ده چې وړمه ورځ مازیګر مهال بلوڅو د پاکستان پر ایکسپریس جعفر اورګاډي برید وکړ، چې د پاکستان پوځ یې سرچینه افغانستان کې وبلله.

