د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسراییل او لبنان ترمنځ خبرې به د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.
نوموړي په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د دغو خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمول دي.
هغه زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو مشرانو نږدې ۳۴ کاله کېږي چې مستقیمې خبرې نه دي کړې.
اسراییل، لبنان او امریکا د اپرېل په ۲۵مه، په واشنګټن کې د لومړي پړاو خبرو وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دا خبرې کولی شي د لبنان د بیا رغونې او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې اسراییل د حزبالله د بې وسلې کېدو او د هغوی د بنسټونو د له منځه وړلو ملاتړ کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا خبرې یوه تاریخي موقع بللې او ویلي یې دي چې هدف دا دی چې په تېرو دوو تر درېیو لسیزو کې د حزبالله نفوذ پای ته ورسول شي.
دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې اسراییل او لبنان له لسیزو دښمنۍ وروسته اوس مخامخ خبرو ته ناست دي.
د راپورونو له مخې، د دواړو هیوادونو ترمنځ شخړه له ۱۹۴۸ کال راهیسې روانه ده، او حزبالله هم ویلي چې دوی به هېڅ ډول هوکړه ونه مني.

