د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانگیي ترمنځ په ټیلیفوني خبرو کې د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې شوې دي، چې پکې ایران د امریکا د وروستیو تحرکاتو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د راپورونو له مخې، عراقچي ویلي چې د امریکا پوځي حضور په فارس خلیج او هرمز تنګي کې کولای شي سیمه لا پسې حساسه او پېچلې کړي او د ثبات لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي.
په ورته وخت کې، وانګیي د ایران د خلکو د دریځ ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې چین د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د حل ملاتړ کوي.
هغه دا هم ویلي چې بیجینګ چمتو دی د تاوتریخوالي د کمېدو او خبرو د پرمختګ لپاره مرسته وکړي.

