د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA راپور ورکړی چې دغه هېواد د خپل ناوشکن چایهیون پر سر د ستراتیژیکو کروز توغندیو او د کښتیو ضد توغندیو ازموینه ترسره کړې ده.
د راپور له مخې، دا ازموینه د ناوشکن د عملیاتي وړتیا د ارزونې لپاره شوې چې پکې دوه کروز توغندي او درې د کښتیو ضد توغندي توغول شوي دي.
موخه دا وه چې د هدایت سیسټم، دقت او د عملې د توغولو وړتیا وازمویل شي.
په دې ازموینو کې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون او د لوړ پوړو پوځي چارواکو حضور هم یاد شوی دی.
کارپوهان وایي چې د شمالي کوریا دا اقدام د سمندري ځواک د پراختیا هڅې ښيي او دا هېواد د نړیوالو کړکېچونو سره هم مهاله خپل د وسلو پروګرام ته دوام ورکوي.

