اکسیوس راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د ایران اړوند ډیپلوماسۍ کې فعاله ونډه ولري.
د راپور له مخې، ونس ته د امریکايي پلاوي د مشرۍ سپارلو یو مهم لامل د ټرمپ د استازو او ایراني چارواکو ترمنځ بېباوري او کړکېچ بلل شوی، چې حتی د شخړې د زیاتېدو سبب شوی و.
اکسیوس زیاتوي چې ایراني لوري پر سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د بېباورۍ څرګندونه کړې او باور لري چې د ونس ګډون کولای شي د مذاکراتو په پرمختګ کې مرسته وکړي.
د ونس یوې نږدې سرچینې ویلي چې هغه غوښتل په دې مهم پړاو کې برخه واخلي او د ټرمپ په غوښتنه یې د مذاکراتو مشري په لېوالتیا ومنله.

