د بدخشان د واخان ولسوالۍ اوسېدونکي ګیله کوي، چې له تېرو نږدې دوه نیمو لسیزو راپه دې خوا د دوی په سیمه کې هیڅ پراختیايي پروژې نه دي پلې شوي.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو د کمښت له کبله د یو شمېر ناورغیو درملنې لپاره له طبي بوټو ګټه پورته کوي؛ خو ډېر نور یې بیا د ناروغیو د مخنیوي له کبله نشهيي توکو څخه ګټه اخلي، چې یو شمېر خلک یې له همدې لارې روږدي شوي دي.
روغتیايي مسوولین هم ستونزې مني او ډاډ ورکوي، چې د خلکو مشکلاتو ته به رسېدنه وکړي.
د یادونې ده، چې واخان د افغانستان یوه لرې پرته ولسوالۍ ده، چې څه موده وړاندې پکې انټرنټي خدمات هم پیل شول.

