د انګلستان د کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر جاس بټلر وایي لوبډله به یې راتلونکې میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې سره ولوبیږي.
هغه وویل: “زه فکر نه کوم چې بندیزونه به حل لاره وي.”
بټلر د لومړي ځل لپاره په مطبوعاتو کې د افغانستان په ملي لوبډلې د بندیز مخالفت کړی او ویلي چې: “د یو لوبغاړي په توګه کله چې دا ډول سیاسي مسایل پیدا کیږي،هڅه کوم دامکان تر کچې خبر اوسم.”
هغه زیاته کړه: “کارپوهان په دې اړه زموږ په پرتله ډیر څه پوهیږي، نو ما هڅه وکړه چې د کریکټ بورډ له مشر او لوړ پوړو خلکو سره اړیکه ونیسم ترڅو وګورم چې دوی څه فکر کوي. خو زه فکر نه کوم چې بندیزونه به سمه حلاره وي .»

