د ایران د بشري حقونو سازمان حالوش خبر ورکړی، چې ایراني پوله ساتو په لسګونو هغه افغانان وژلي چې غوښتل یې ایران ته ننوځي.
دغه سازمان د وژل شویو کسانو د جسدونو د ویدیو په خپرولو سره ویلي چې دغه کسان د تېرې یکشنبې په ماښام د کلګان – سراوان په سرحدي سیمه کې وژل شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه کسان د مستقيمو ډزو او RPG ډزو په واسطه په نښه شوي دي.
حال وش د سرچینو له قوله ویلي، چې د مهاجرینو په ډله کې شاوخوا ۳۰۰ تنه وو چې له دې شمیر څخه یوازې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي پاتې شوي دي.

