دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستانایکسپریس ټریبون:د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د پاکستان په خوښه...

ایکسپریس ټریبون:د طالبانو حکومت د لومړي ځل لپاره د پاکستان په خوښه د ټي‌ټي‌پي یو شمېر غړي نیولي

د پاکستان “ایکسپریس ټریبیون” ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد په غوښتنه د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) یو شمېر غړي نیولي دي.

سرچینې وایي، نیول شویو کسانو کې هغه غړي هم شامل دي چې د ډلې لپاره یې د جلب و جذب مسؤلیت درلود.

راپور زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې طالبان د پاکستان د غوښتنو له مخې پر ټي‌ټي‌پي داسې پراخ اقدامات کوي.

یادې ورځپاڼې ویلي، چې دا اقدامات کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي د سفر په پایله کې شوي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here