جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 99

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر:که د ایران د توغندیو موضوع مذاکراتو ته داخله شوه، دا به یوې بلې جګړې ته لاره هوارول وي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې امریکا او ایران دواړه د اټومي تړون لپاره د نرمښت نښې ښيي، خو خبرداری یې ورکړی چې که واشنګټن د ایران د توغندیو پروګرام او سیمه‌ییزو ډلو ملاتړ هم د خبرو برخه کړي، نو دا به یوازې یوې “بلې جګړې” ته لاره هوارول وي.

فیدان د فایننشل ټایمز سره په مرکه کې ویلي، امریکا ښایي له خپلې پخوانۍ غوښتنې شاته شي چې ایران باید په بشپړه توګه د یورانیمو غني کول بند کړي، او اوس د محدودو شرایطو لاندې د دې پروسې منلو ته چمتو ښکاري.

هغه وویل ایران هم “ریښتینی هوډ لري چې تړون ته ورسېږي او د غني کولو کچه راکمه کړي، همدارنګه د نړیوالو سختو تفتیشونو منلو ته چمتو دی، لکه څنګه چې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې یې منلې وه.”

هاکان فیدان زیاته کړه: “ایرانیان پوهېږي چې باید له امریکا سره هوکړې ته ورسېږي، او امریکایان هم درک کوي چې ایران خپلې سرې کرښې لري. په زور څه نشي کېدای.”

دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې د امریکا ځانګړي استازي سټیو وېتکاف او جیرډ کوشنر د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په عمان کې غیرمستقیمې خبرې کړې دي، کومې چې دواړو لورو “مثبت لومړنی ګام” بللی دی.

امیر خان متقي؛کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي سره لیدلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، په کابل کې د تاجکستان سفیر سعدي شریفي سره لیدلي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې په دې لیدنه کې مولوي امیرخان متقي د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي او زیاته کړې یې ده چې دواړه هېوادونه د ګاونډیتوب، اسلامي ورورولۍ او ګډو فرهنګي او ژبنیو اړیکو له امله کولی شي په سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې کړي او هېڅ لوری نشي کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي ویلي، د “اسلامي امارت” مشرتابه له تاجکستان سره د اړیکو د لا پراختیا لپاره قوي ژمنتیا لري.

بلخوا، د تاجکستان سفیر ویلي، چې تاجکستان د دواړو هېوادونو پر ګډه پوله د مهمو اقتصادي پروژو د پلي کولو پلان لري او غواړي د موجودو واقعیتونو پر بنسټ له افغانستان سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د ګډ اقتصادي کمېسیون د جوړېدو، د سرحدي او امنیتي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د راتلونکو کلنیو پروګرامونو په اړه هم خبرې او نظرونه تبادله کړل.

مارک لوین:امریکا ښايي د ایران پر ضد د لوی اقدام لپاره چمتووالی نیسي

0

امریکايي ژورنالېست او شنونکي، مارک لوین، د اسراییلو له ۱۴م کانال سره په مرکه کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د امریکا د سمندري ځواکونو پراخ حضور یوازې د فشار لپاره نه دی.

هغه ادعا کړې چې ایران به هڅه وکړي خبرې ورو پر مخ یوسي او د ډونالډ ټرمپ غوښتنو ته به غاړه کېنږدي، چې ښايي د ناسمې محاسبې لامل شي.

لوین ویلي ټرمپ او بنیامین نتانیاهو په دې موضوع کې همغږي دي او احتمال یې وښود چې امریکا ښايي د «لوی برید» لپاره چمتووالی نیسي.

نوموړي د ایران د حکومت بدلون یوازینۍ اغېزمنه حللاره بللې او خبرداری یې ورکړی چې که اوس اقدام ونشي، راتلونکي نسلونه به له لوی ګواښ سره مخ شي.

هغه د نتانیاهو وروستۍ لیدنه له واشنګټنه د لا زیاتې همغږۍ لپاره مهمه بللې.

د طالبانو حکومت:ایران په افغانستان کې د کانونو او کاني سرچینو پر پروسس د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د دغه وزارت مرستیال عبدالرحمان قانت په کابل کې د ایران د نفتو وزارت له مرستیال سیدعلي موسوي او د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، ایراني پانګه‌وال غواړي په افغانستان کې د کانونو استخراج او د کاني سرچینو د پروسس برخه کې پانګونه وکړي او ایران چمتو دی د نفت، ګاز او کانونو په سکتور کې افغان انجینران وروزي.

طالب چارواکو ډاډ ورکړی چې د قوانینو له مخې به د ایراني پانګه‌والو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

ایران که څه هم تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو له واک ته رسېدو وروسته یې ورسره اقتصادي اړیکې پراخې کړې دي.

لیندزي ګراهام:د ټرمپ او نتانیاهو لیدنه د منځني ختیځ لپاره مهمه او رغنده وه

0

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندزي ګراهام د ډونالډ ټرمپ او د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو تر لیدنې وروسته ویلي چې دا ناسته رغنده وه او دواړو لورو د منځني ختیځ د راتلونکې لارې، په ځانګړي ډول د ایران د ګواښ په اړه خبرې کړې دي.

ګراهام ټینګار کړی چې ټرمپ او نتانیاهو پیاوړي مشران دي او په سیمه کې د ریښتینې سولې او ثبات غوښتونکي دي، نه د ظاهري سولې.

هغه ټرمپ د رونالډ ریګن له دورې وروسته تر ټولو اغېزناک مشر بللی او ویلي یې دي چې نوموړی داسې لاسته راوړنو ته نږدې دی چې نړۍ په مثبت ډول بدلولی شي.

نوموړي د نتانیاهو په اړه هم ویلي چې د هغه د ژوند تجربې او د سیمې ژوره پوهه، هغه د امریکا د ولسمشر لپاره یو اغېزناک سلاکار او شریک ګرځوي، او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه مشران به د چمتو ځواکونو ترڅنګ په هوښیارۍ او ارادې ودرېږي.

خیبرپښتونخوا؛دېره اسماعیل خان کې د وسله والو برید کې پنځه پولیس وژل شوي

0

د خېبرپښتونخوا د دېره اسماعیل خان ښار په څنډه کې په وسله‌وال برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، پېښه د چهارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه چې ځواکونه له عملیاتو وروسته بېرته ستنېدل.

د رسمي معلوماتو له مخې، بریدګر په یوه ځنګلي سیمه کې پټ وو او د پولیسو پر موټرو یې ناڅاپي ډزې وکړې.

تر اوسه کومې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

مسعود پزشکیان:ایران کې رامنځته شوی زخم باید ورغول شي، نه دا چې نور هم ژور کړل شي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هغه ټپ او زخم چې په ټولنه کې رامنځته شوی، ډېر تریخ او دردناک دی او ټینګار یې کړی چې د یوه طبيب دنده د زخم درملنه او رغونه ده، نه دا چې هغه نور هم عفوني او خراب کړي.

پزشکیان ویلي: «هغه زخم چې په ټولنه کې پیدا شوی، تریخ دی. د طبيب کار دا دی چې زخم ورغوي، نه دا چې هغه عفوني کړي. هنرمند او مدیر هم باید تر هغه ځایه چې امکان ولري، هڅه وکړي څو دا زخمونه ورغوي.»

نوموړي زیاته کړې چې د هېواد اوسنی وضعیت ورته د اندېښنې وړ دی او ګڼې شپې یې له همدې امله بې خوبه تېرې شوې دي.

هغه ویلي: «ډېری شپې مې خوب نه راځي، ځکه چې د دې حالت له امله ډېر خواشینی یم. خو موږ بله چاره نه لرو، پرته له دې چې پاتې شو او خپل هېواد بېرته ورغوو.»

پزشکیان د یووالي، زغم او رغنده چلند پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي چې د ستونزو د حل یوازینۍ لاره دا ده چې ټول په ګډه د هېواد د جوړولو لپاره کار وکړو.

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز؛قمر جاوید باجوه پر سر د لګېدلو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی

0

د پاکستان د پوځ پخوانی لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د ټپونو له امله د راولپنډۍ یوه شخصي روغتون کې بستر شوی دی.

د روغتون د چارواکو د معلوماتو له مخې، نوموړی د دوشنبې په ورځ روغتون ته رسول شوی او دا مهال یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل کېږي.

سرچینې زیاتوي، چې جنرال باجوه په خپل کور کې د لوېدو له امله په سر کې ټپونه اخیستي؛ خو تر اوسه د ډاکټرانو له لوري د ټپونو د نوعیت په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

خیبر پښتونخوا؛د وسله والو په چریکي برید کې شپږ پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اووښتې

0

د خیبرپښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په پنیاله سیمه کې د لټون پر مهال د وسله‌والو په برید کې څلور پولیس وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.

په وژل شویو کې د یو پولیس سټېشن مشر (SHO) هم شامل دی.

پولیس وايي، برید د پاکستاني طالبانو پورې تړلو وسله‌والو له لوري ترسره شوی، چې پکې د پولیسو مرستیال قومندان ډي‌اېس‌پي عدنان هم په مرګوني حالت کې روغتون ته لېږدول شوی دی.

تر دې دمه د وسله والو کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

مسعود پزشکیان:د اټومي وسلو نیت نه لرو؛ مذاکرات به د سرو کرښو په چوکاټ کې وي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد یې د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هېڅ نیت نه لري او د نړیوالو بنسټونو له خوا هر ډول څارنې او تفتیش ته چمتو دی، خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له کړنو راولاړې شوې بې‌باورۍ د دې لامل شوي، چې د مذاکراتو بهیر ژر پایلې ته ونه رسېږي.

نوموړي زیاته کړې، ایران د خبرو اترو دروازې خلاصې پرېښي، خو دا مذاکرات به د رهبر علي خامنه ای له لوري د ټاکل شوو «سرو کرښو» په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د ایران ولسمشر همدارنګه ټینګار کړی، چې د سیمې سیاسي او امنیتي ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه حل کړي او بهرني ځواکونه حق نه لري د سیمې په برخلیک کې لاسوهنه وکړي.

هغه وویل، ایران له خپلو ګاونډیو سره د خبرو له لارې سولې ته ژمن دی، خو بهرنی نفوذ نه مني.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر د وروستیو پېښو له امله له ولس څخه بښنه وغوښته او ویې ویل، چې حکومت ځان د خلکو پر وړاندې مسؤل بولي او له ټولو زیانمنو کسانو سره به لازمې مرستې وکړي.