جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 100

د ایران د سمندري ځواک قومندان:زموږ بې عقل دښمن به د بالستیک توغوندیو پر سر د معاملې خوب به ګور ته یوسي

0

د ایران د پوځ د سمندري ځواک قومندان شهرام ایراني ویلي، د امریکا او اسرائیل هغه ګواښونه چې د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه مطرح کېږي، عملي بنسټ نه لري.

ایراني د یوې وینا پر مهال وویل، دښمن ښايي بې‌عقله وي، خو دومره پوهه لري چې د ایران د اوږده واټن توغندیو پر وړاندې د مقابلې خوب به یې هیڅکله رښتیا نه شي.

د هغه په وینا، د ایران پوځي وړتیاوې داسې کچې ته رسېدلې چې هر ډول بهرنی یرغل به د سختې ماتې سره مخ شي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ، تر اوسه هېڅ امریکایي جنګي بېړۍ خلیج فارس ته نه ده ننوتې او هغه ادعاوې چې د امریکا د پوځي حضور د زیاتېدو په اړه خپرېږي، یوازې د رواني جګړې برخه ده.

د ایران چارواکي وایي، هېواد یې د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ پوځي چمتووالی لري او د خپلې دفاعي تګلارې څخه به هېڅکله شاتګ ونه کړي.

حامد کرزی:افغان ښځې او نجونې که له هرې لارې وي باید خپلو زده کړو ته دوام ورکړي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فبرورۍ ۱۱مې، چې د ښځو او نجونو لپاره د علم ته د لاسرسي او ګډون نړیواله ورځ ده، په مناسبت ویلي چې د بشري ټولنې دوامداره پرمختګ د ښځو او نجونو له فعاله ونډې پرته ممکن نه دی.

نوموړي ټینګار کړی چې ښځې او نجونې باید علم ته بشپړ لاسرسی ولري، ځکه زده‌کړه د ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ بنسټ جوړوي.

حامد کرزي همداراز د افغان ښځو او نجونو رول ستایلی او هغوی ته یې سپارښتنه کړې چې که له هرې لارې وي د علم او زده‌کړو د ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او د هېواد د ودې او پرمختګ په بهیر کې فعاله ونډه واخلي.

کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په افغانستان د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله په امر د ښځو او نجونو پر زده‌کړو محدودیتونه لا هم یوه جدي ننګونه بلل کېږي.

ملا عبدالغني برادر اخوند؛د عزیزي ګروپ له عمومي رییس سره د برېښنا د مهمو پروژو د پیل په اړه کتنه کړې

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د عزیزي ګروپ شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي او د هغه له تخنیکي ټیم سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د عزیزي انرژۍ پانګونې شرکت د ۱۰،۰۰۰ مېګاواټه پروژې له لاري د ۸۴۵ مېګاواټه ظرفیت پنځه مهمې برېښنا پروژې د عملي چارو د پيل هرکلی وشو.

همدارنګه، ملا برادر اخوند دغه ګام د هېواد د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د اقتصادي ودې لپاره مهم بللی.

میرویس عزیزي ویلي، تر روان کال پورې به د برېښنا تولید ۱۵ تر ۲۰ نورې پروژې هم پيل کړي چې مجموعي ظرفیت به یې ۵،۰۰۰ مېګاواټه ته ورسېږي.

هغه همداراز د ټاپي پروژې په چوکاټ کې د هرات ولایت لپاره د ګازو د لویې شبکې او له ګازو څخه د برېښنا تولید ۳،۰۰۰ مېګاواټه ظرفیت لویې فابریکې د جوړېدو کارونه یاد کړي او له اړوندو ادارو یې د ګډ کار غوښتنه کړې.

د کریکټ نړیوال شل اوریز جام؛سویلي افریقا د افغانستان پر وړاندې په دوهم سوپر اوور کې بریا ترلاسه کړه

د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ د شل اوریز نړیوال جام ۲۰۲۶ سیالي د تاریخ له تر ټولو ډراماتيکو لوبو څخه وبلل شوه، چې دوه سوپر اوورونه ترسره شول او بالاخره سویلي افریقا په ډېر سخت حالت کې افغانستان ته ماته ورکړه.

سویلي افریقا لومړی بیټنګ وکړ او د کوینټن ډي کاک (۵۹) او رایان ریکلټن (۶۱) د نیمه سلیزو په مټ یې ۱۸۷/۶ منډې وکړې.

افغان کپتان راشد خان په ۱۳م اور کې دواړه وسوځول او لوبې ته یې نوې ساه ورکړه.

افغانستان د ۱۸۸ منډو هدف تعقیب کړ او تر وروستي توپ پورې یې سیالي برابره وساتله، خو په وروستي اور کې ټول وسوځېدل او لوبه سوپر اوور ته ولاړه.

په لومړي سوپر اوور کې دواړو لوبډلو ۱۷-۱۷ منډې وکړې، خو په دوهم سوپر اوور کې د ډېوېډ مېلر او ټریستان سټبز درې پرله‌پسې شپږیزو د لوبې بڼه بدله کړه او افغانستان ته یې د ۲۴ منډو ستر هدف کېښود.

عظمت‌الله عمرزي درې پرله‌پسې شپږیزې ووهلې، خو په وروستي توپ وسوځېد او سویلي افریقا د بریا څښتنه شوه.

دا ماته د افغانستان لپاره د کوالیفای کولو هیلې نږدې له منځه وړي، ځکه تر دې وړاندې یې له نیوزیلنډ څخه هم ماته خوړلې وه او اوس یوازې د کاناډا او متحده عربي اماراتو پر وړاندې بریاوې ورته بسنه نه کوي.

د طالبانو حکومت؛د شوروي اتحاد پوځونو د وتلو په مناسبت د دلوې پر ۲۶تمه عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه رسمي خبرپاڼه کې اعلان کړی، چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو او ماتې د ۳۷مې کلیزې په مناسبت به د روان لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۲۶مه نیټه (یکشنبه) په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه ورځ د “اسلامي امارت” د رسمي تقویم له مخې د ملي رخصتیو له ډلې ده او ټولې دولتي ادارې او کارکوونکي به په دې ورځ رخصت وي.

یاده دې وي، چې د شوروي اتحاد پوځونه د ۱۳۵۷ لمریز کال د مرغومي په ۶مه افغانستان ته داخل شول او نږدې لس کاله یې په دې هېواد کې جګړه وکړه چې له اوږدې جګړې او پراخو تلفاتو وروسته، شوروي ځواکونه د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستانه ووتل.

ډونالډ ټرمپ:د پاکستان لومړی وزیرشهباز شریف هم قانع دی چې ما د ۱۰میلیونه انسانانو ژوند ژغورلی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې پر وارداتي توکو یې لومړی ۳۰ سلنه تعرفه لګولې وه، خو د سویس د لومړي وزیر له «قهرجن ټیلیفون» وروسته یې دا کچه ۳۹ سلنې ته لوړه کړه.

ټرمپ د فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د سویس د لومړي وزیر د خبرو طریقه یې خوښه نه شوه، ځکه یې پر ځای د تخفیف، تعرفه نوره هم لوړه کړه.

نوموړي همدارنګه ویلي، چې ده اته نړیوالې جګړې حل کړې دي، چې لږ تر لږه شپږ یې د اقتصادي فشارونو او تعرفو له امله پای ته رسېدلې دي.

ټرمپ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له قوله هم وویل، چې ده لږ تر لږه د لس میلیونه انسانانو ژوند ژغورلی دی.

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې هغه د خپلو اقتصادي سیاستونو په ځانګړي ډول د تعرفو پر اغېزو ټینګار کوي او ځان د نړیوالو شخړو په کمولو کې اغېزمن بولي.

ملګري ملتونه:د افغان نجونو او ښځو له زده‌کړو محرومول د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخ کوي

د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د ښځو او نجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په ساینس او زده‌کړو کې د جنسیتي برابرۍ نشتوالی نه یوازې د افغان ښځو پر ژوند منفي اغېز لري، بلکې د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ لپاره هم یو جدي خنډ دی.

یوناما په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی، چې ساینس، ټکنالوژي او مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ د راتلونکي اساسي ستنې دي، خو افغانستان کې له څلورو کلونو راهیسې نجونې او ښځې له زده‌کړې او کار څخه منع شوې دي، چې دا چاره هېواد له نړیوال علمي بهیر څخه شاته پرېږدي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغان ښځو محرومول یوازې ټولنیزه بې‌عدالتي نه ده، بلکې د اقتصادي ودې، نوښت او بشري پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ دی.

دغه سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي او هغوی ته د زده‌کړې او کار حق بېرته ورکړي.

یوناما په پای کې ټینګار کړی، چې د افغان نجونو زده‌کړه یوازې د ښځو حق نه، بلکې د ټول افغانستان د راتلونکي ضمانت دی.

زلمی خلیلزاد:خواجه اصف دې د پاکستان د دوه‌ګوني سیاست په اړه نور وضاحت هم ورکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف اعتراف کړی چې هېواد یې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته ځان امریکا ته «په کرایه» ورکړی و.

خلیلزاد په اېکس کې پوښتنه کړې چې ایا پاکستان په هماغه موده کې د امریکا پر ضد جګړه کوونکو ته هم پناه نه ورکوله؟ او که دا کار شوی وي؛ نو په بدل کې یې له چا او څه ترلاسه کول؟

هغه زیاته کړې چې دا به مهمه وي که د پاکستان د دفاع وزیر په دې اړه نور وضاحت ورکړي، څو څرګنده شي چې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال د اسلام‌اباد تګلاره څه وه او کومې ګټې یې ترلاسه کړې.

تر اوسه د پاکستاني چارواکو له لوري د خلیلزاد دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

پاکستان؛۱۱۰۰ پاکستاني محصلین بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي

د پاکستان د پارلماني چارو وزیر طارق فضل چودري وايي، تر اوسه شاوخوا ۱۱۰۰ پاکستاني زده‌کړیالان له افغانستانه خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

نوموړي د پاکستان ملي اسمبلۍ ته د خبرو پر مهال ویلي، چې د ځانګړو اسانتیاوو تر برابرېدو وروسته دغه زده‌کړیالان د الوتنو له لارې بېرته ستانه شوي دي.

د هغه په وینا، دا مهال نږدې زر نور پاکستاني زده‌کړیالان لا هم په کابل او جلال‌اباد کې پر خپلو زده‌کړو بوخت دي او د پاکستان له سفارت سره په دوامداره اړیکه کې دي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت ویلي، چې د پاکستان ډیپلوماتیک استازولۍ باید د پاتې زده‌کړیالانو بشپړ نوملړ په رسمي ډول او د اړوندو اسنادو له تایید سره شریک کړي، څو د هغوی د وتلو بهیر اسانه کړي.

امریکا؛د حزب‌الله د مالي تمویل پر شبکو تازه بندیزونه ولګول

0

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د حزب‌الله له مالي شبکو سره د اړیکو په تور یې پر دوو کسانو، څلورو شرکتونو او دوو کښتیو بندیزونه لګولي دي.

د اوفاک د معلوماتو له مخې، دا بندیزونه هغه اشخاص او بنسټونه په نښه کوي چې د پېر، لېږد او مالي راکړې ورکړې له لارې د ایران په ملاتړ د حزب‌الله تمویل اسانه کوي.

روسی وګړی اندري بوريسوف او لبنانی وګړی محمد ماجد محمد نايف هم د ثانوي بندیزونو تر لست لاندې شامل شوي دي.

همداراز د پاناما، لبنان، اذربایجان او ترکیې اړوند څلور شرکتونه او د «برېلیانس» او «لارا» په نوم دوې بېړۍ هم تحریم شوې دي.

د دې اقدام له مخې امریکايي وګړي له یادو کسانو او شرکتونو سره له هر ډول معاملې منع دي او شتمنۍ یې کنګل کېږي.

امریکا وایي، دا ګام د حزب‌الله د مالي سرچینو د محدودولو او د سیمه‌ییز امنیت د پیاوړتیا په موخه اخیستل شوی دی.