شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 942

د افغانستان؛د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله به نن ماښام تاجکستان سره سیالي وکړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې نن ماښام له تاجکستان سره سیالي وکړي.

دا سیالي به د تاجکستان مرکز دوشنبې په کوربه‌توب د کابل پر وخت ۹۰:۰۰ ترسره شي.

که افغان فوټبالران دا لوبه د خپل کوربه پر وړاندې وګټي؛ نو فاینل ته به لاره پیدا کړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو قرغزستان ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ پیل شوي دي.

پوتین؛په ناڅاپي سفر چېچن ته تللی

0

د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین په ناڅاپي سفر چېچن ته تللی.

رویټرز لیکلي چې ولادمیر پوتین په دغه سفر کې له اوکراین سره” د جګړې لپاره چمتو شویو سرتېرو سره لیدلي.

ده دغه راز په یاد سفر کې د چېچن له ولسمشر سره هم کتلي دي.

د یادونې ده چې پوتین ۱۳ کاله وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

مجاهد: ریچارډ بنټ اجازه نه لري چې نور افغانستان ته داخل شي

ذبیح الله مجاهد وايي چې ریچارډ بنټ د طالبانو د حکومت په وخت کې د افغانستان پر ضد د پروپاګند لپاره ګمارل شوی او د طالبانو حکومت لپاره د اعتبار وړ شخصیت نه دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ږرکونکی ریچارډ بنټ له افغانستانه ایستل شوی او نور اجازه نه لري چې دغه هېواد ته داخل شي.

مجاهد د جنسي او نژادي تبعیض په اړه د ښاغلي بنټ راپورونه رد کړل.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت ۲۲ سلنه کارکوونکې ښځې دي.

مجاهد دغه راز ویلي چې په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت رامنځته کېدل د امریکا او لویدیځ د خوښۍ لپاره وه.

ذبیح الله مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې ریچارډ بنېټ په هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه او دوی یې په جنسي تبعیض تورن کړل.

د ښځو لوی قاتل؛د کاناډا د پولیسو له توقیف خونې تښتېدلی

0

د ۴۲ ښځو په وژلو تورن کولینس جومیسي د کاناډا د پولیسو له توقیف خونې وتښتېد.

هغه ۳۳ کاله عمر لري او پولیسو د رواني خونکار په توګه معرفي کړی و.

پر هغه تور دی، چې ۳۲ ښځې یې وژلي او بیا یې د هغوی بدنونه ټوټې کړي دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، نوموړي له نورو دولس ملګرو بندیانو سره یوځای د چت فلزي جالۍ پرې کړې او تښتېدلی دی.

د نړۍ؛د ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه

0

د نړۍ تر ټولو زړه مېرمن ماریا برانیاس موررا د ۱۱۷ کالو په عمر ومړ.

د هغې کورنۍ د نوموړې مړینه تائید کړې.

هغه په ۱۹۰۷ کال په سانفرانسیسکو کې دنیا ته سترګې غړولې وې.

نوموړې لومړۍ او دویمه نړۍواله جګړه هم لیدلې وه.

برانیاس د لوسیل تر مړینې وروسته د ګینس ریکارډونو نړۍوالو کتاب کې تر ټولو ډېر عمر لرونکې مېرمنې په توګه خپل نوم ثبت کړ.

نوموړې د خپل عمر په ۱۱۳ کلنۍ کې کرونا ته هم ماتې ورکړې وه.

د مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو دوه طالب سرتېري وژلي

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې هرات کې یې دوه طالب سرتېري وژلي.

یادې ډلې ویلي، دغه برید یې د هرات ښار د نواباد سیمې د استاد هنیار لیسې ته څېرمه د یزید بسطامي جومات واټ سره کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوي طالب سرتېري د الفاروق قول اردو اړوند وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت مشر؛د ټولو ولایتونو له والیانو سره کتلي

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده له والیانو غوښتي چې خلکو ته په ولایتونو کې د غیر شرعي کارونو اجازه ورنکړي.

هغه د ټولو ولایتونو له والیانو سره کتنه کې ویلي، چې ځوان نسل په اسلامي روحیه سمبال کړئ.

نوموړي په لیدنه کې والیانو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او دیني عالمانو څخه مشورې واخلي.

واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو درې کاله تېر شول؛ خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت مشر د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه کوي.

د روسیې پوځ:د اوکراین د اورګاډي یو مرکز مو نیولی

0

د روسیې پوځ ادعا کړې چې د دوشنبې ورځ یې د اوکراین د یوې ریل پټلۍ کنټرول په واک کې اخیستی.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د کرسک پر لور د اوکراین د پوځ بریدونو مخه یې نیولې او د ۳۳۰ اوکرایني پوځیان یې وژلي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په کرسک سیمه کې د اوکراین د ټولو پوځیانو د تلفاتو شمېر ۳۸۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

بل لورته اوکراین ویلي چې په خارکوف، توریتسک او پوکروفسک سیمو کې یې د روسیي ځواکونو بریدونه په شا تمبولي.

د طالبانو حکومت: دوه زره ښځې راسره بندیانې دي

د طالبانو حکومت وایي، اوس مهال د دوی په زندانونو کې دوه زره مېرمنې بندیانې دي.

د طالبانو د زندانونو چارو د تنظم ادارې د نشراتو رئیس صفي الله جلالزي ویلي چې دا مېرمنې تر ډېره له کور څخه د تېښتې، نشه‌یي توکو او غلا په تور نیول شوې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې بېلابېلو نړۍوالو ادارو د طالبانو حکومت په زندانونو کې د ښځو د زنداني کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

د طالبانو حکومت:تېر یو کال کې لسګونه ښځې له پلور منعه او سلګونه نورو ته د میراث حق ورکړل شوی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت وایي، چې په تېر یو کال کې د ۲۰۵ مېرمنو د پلور مخه یې نیولې.

د یاد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې یې ۷۷۹ مېرمنو ته د میراث حقونه ورکړي او دغه راز یې ۲۹۵ نورې مېرمنې په بدو کې له ورکړې منعه کړې دي.

د طالبانو حکومت که څه هم افغانستان کې د نجونو زده کړې بندې کړې؛ خو ښځو ته د میراث حقونو ورکړه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو درې کاله پوره شول؛ خو لا هم ښځې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او طالبان هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون په اړه چوپه خوله دي.