جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 94

بارک اوباما:د فضایي مخلوقاتو شتون رښتیا دي، خو تر دې دمه یې ثبوتونه نه دي موندل شوي

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي، چې دی د بهرنیو ژوندي موجوداتو ” فضایي مخلوقاتو” پر شتون باور لري، خو تر اوسه یې نه کوم شخصي ثبوت لیدلی او نه هم د امریکا حکومت داسې اسناد لري چې دا موضوع تایید کړي.

اوباما دا څرګندونې د یو تازه پوډکاسټ مرکې پر مهال له یوټیوبر براین ټایلر کراون سره کړي.

هغه وویل: “Aliens شته، خو ما تر اوسه نه دي لیدلي.”
نوموړي ټینګار وکړ چې د خلکو ترمنځ مشهورې دسیسې، په ځانګړي ډول د Area 51 په اړه، حقیقت نه لري او هلته کوم پټ مرکز یا بهرني موجودات نه ساتل کېږي.

اوباما زیاته کړه، که چېرې دا ډول معلومات موجود وای، نو د امریکا ولسمشر به خامخا پرې خبر و، او دا ناشونې ده چې دومره لوی راز له ولسمشر څخه پټ وساتل شي.

په همدې حال کې، په وروستیو کلونو کې د ناپېژاندو الوتونکو شیانو یا UFOs موضوع بیا ګرمه شوې ده.

دا ډول پېښې اوس د UAP یا “ناپېژاندو غیرمعمولي فضايي پدیدو” په نوم یادېږي، چې د امریکا حکومت هم منلې ده ځینې ثبت شوې الوتنې لا تر اوسه علمي توضیح نه لري.

اوباما مخکې هم په ۲۰۲۱ کال کې ویلي وو چې د امریکا له لوري ثبت شوې ویډیوګانې ښيي په فضا کې داسې شیان شته چې د هغوی اصل، سرچینه او ټکنالوژي لا نه ده معلومه، خو دا مانا نه لري چې دا حتماً د فضایي مخلوقاتو له لوري دي.

د ایران ولسمشر:د ترانسپورټ پروژو خنډونه باید لرې شي ترڅو سیمه‌ییزه همکاري پیاوړې شي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په یوه نړیواله غونډه کې د رېل او سړکونو د پانګونې په اړه ویلي چې د ترانسپورټي پروژو پر وړاندې موجود خنډونه باید اصلاح یا لغوه شي، څو د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ترانسپورتي همکاري پیاوړې شي.

په اعلامیه کې چې په کابل کې د ایران سفارت خپره کړې، ویل شوي چې ایران د پرمختګ پر وړاندې د خنډونو له منځه وړلو ته ژمن دی.

نوموړي د افغانستان او نورو ګاونډیو هېوادونو سره د تاریخي او کلتوري اړیکو یادونه کړې او د شفافې پانګونې او ګډو پروژو د اهمیت پر ټینګار کړې.

لندن؛یو امام د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسي تېري په تور محکمې ته وړاندې شوی

د لندن یوې محکمې یو ۵۴ کلن امام مسجد عبدالحلیم خان د ۲۰۰۴–۲۰۱۵ کلونو په اوږدو کې د ۷ ښځو او نجونو پر وړاندې د ۲۱ جنسي تېريو او تعرض په جرمونو مجرم وپېژند.

محکمې ویلي چې له دې ډلې درې قربانیانې یې په هغه وخت کې نجونې وې.

پولیس وايي، نوموړي د خپل مذهبي مقام په ګټه د ښځو او نجونو اعتماد ترلاسه کړی و او هغوی یې په جادويي ځواکونو ډارولې چې د بدو پېښو مخه ونیسي.

قربانیانو ویلي چې د دې امام د عملونو له کبله یې له کورنۍ او ملګرو سره د موضوع شریکولو جرأت نه درلود.

عبدالحلیم خان به تر ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې پورې د محکمې په توقیف کې پاتې شي.

د طالبانو حکومت:د دلوې ۲۶مه د شوروي ځواکونو د ماتې او وتلو ویاړمنه ورځ ده

د طالبانو حکومت له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې د دلوې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې ویاړمنه ورځ بلل شوې او دا ورځ یې د الله تعالی د شکر ورځ یاده کړې ده.

د طالبانو حکومت ټول ولس ته د دغې ورځې مبارکي ویلې ده.

اعلامیه زیاتوي چې الله تعالی د افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانیو، هجرتونو او ستونزو له برکته افغان ولس ته دا ویاړ ور په برخه کړ چې د شوروي اتحاد په څېر ستر ځواک ته ماتې ورکړي او له هېواده یې ایستلو ته اړ کړي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې افغانستان په تېرو څه باندې سلو کلونو کې درېیم ځل د الله تعالی په نصرت له اشغاله ازاد شوی، چې دا د افغان مسلمان ولس د دین د ساتنې او خپلواک ژوند لپاره د کلک هوډ او ژمنې څرګندونه کوي.

د طالبانو حکومت له تېرو یرغلونو د عبرت اخیستو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅ لوری باید د افغانستان د آزادۍ او حریت پر ضد بیا ګام پورته نه کړي.

اعلامیه همدارنګه له هېوادوالو غوښتي چې د هر ډول توطیو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي، اسلامي وحدت وساتي او د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي، څو دین، عقیده او خپلواکي خوندي پاتې شي.

سیف الاسلام خیبر:د ویلنټاین ورځ له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې ده

د د طالبانو حکومت د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د ویلنټاین د ورځې په اړه ویلي چې دا ورځ په اسلامي او افغاني ارزښتونو کې هېڅ تاریخي او دیني سابقه نه لري او په ټولنه کې یې دود کېدل د پردیو کلتوري اغېزو پایله ده.

نوموړي زیاته کړې چې ویلنټاین د غرب له فرهنګه راټوکېدلې پدیده ده او په تېرو کلونو کې په افغانستان کې مشهوره شوې ده.

د هغه په وینا، دا ورځ د اسلامي اخلاقو، شرعي حدودو او ملي دودونو سره په ټکر کې ده او د مینې او عاطفې تر نوم لاندې د اخلاقي انحراف لپاره زمینه برابروي.

سیف الاسلام خیبر ویلي چې رښتینې مینه، عاطفه او درناوی باید د انسان د ټول ژوند برخه وي، نه دا چې یوازې یوې ورځې ته ځانګړې شي.

هغه ټینګار کړی چې ځوانان دې د احساساتو د څرګندولو پر مهال د نکاح، مسئولیت، وفادارۍ او شرعي اصولو پابندي په پام کې ونیسي.

د یاد وزارت ویاند همداراز څرګنده کړې چې د مور او پلار خدمت، د کورنۍ درناوی او د اسلامي اخلاقو مراعت کول هغه ارزښتونه دي چې باید په دوامدار ډول عملي شي، نه دا چې یوازې په یوه ځانګړې ورځ نمایشي بڼه خپله کړي.

بلوچ ازادي غوښتونکي وسله وال غورځنګ؛پاکستاني پوځ سره د ۷تنه نیول شویو پوځیانو پر سر ۷ورځې ضرالاجل کېښود

0

د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ (BLA) وسله‌والې ډلې اعلان کړی چې د پاکستان له حکومت سره د بندیانو د تبادلې لپاره یې اووه ورځنی وروستی ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

یادې ډلې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ اووه تنه سرتېري یې په یو لړ عملیاتو کې ژوندي نیولي دي او دا مهال د دوی په ولکه کې دي، چې د تبادلې لپاره یې امانتي ساتلي..

بي ایل ای، ویلي که د ټاکلې مودې تر پای پورې د دوی غوښتنې ونه منل شي، نو د نیول شوو پوځیانو د برخلیک مسؤلیت به د پاکستان پر دولت وي.

دې ډلې د خپلو غوښتنو جزییات نه دي خپاره کړي، خو ټینګار کوي چې تبادله باید بې‌له ځنډه ترسره شي.

تر دې دمه د پاکستان حکومت او پوځ په رسمي ډول د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

مارکو روبیو:امریکا به ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، واشنګټن به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، ځکه د ده په وینا دا چاره به نه یوازې د امریکا، بلکې د سیمې، اروپا او نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

روبیو دا څرګندونې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې امریکا باید د هر ډول احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره خپل ځواکونه په سیمه کې وساتي.

هغه همداراز وویل، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د یوې هوکړې غوښتونکی دی؛ خو دې هدف ته رسېدل اسانه کار نه دی او جدي هڅو ته اړتیا لري.

حافظ حمدالله:پر مدرسو د ترهګرۍ تورونه بې ځایه دي

0

د جمعیت علماء اسلام پېژندل شوي مشر او ویاند حافظ حمدالله په تازه څرګندونو کې پر هغو کسانو نیوکه کړې چې د دیني مدرسو پر ضد د ترهګرۍ تورونه لګوي.

هغه پوښتنه کړې چې ایا د پاکستان ټوټې کول ترهګري نه ده او که هو؛ نو ولې سزا نه ده ورکړل شوې، په داسې حال کې چې ملوثو کسانو ته واک او اقتدار ورکړل شوی دی.

حمدالله ویلي، د مدرسو نوم باندې د تور لګولو پر ځای باید اصلي ملوث کسان ځواب ویونکي وګرځول شي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې شوې چې په پاکستان کې د امنیت او ترهګرۍ ضد عملیاتو په اړه بحثونه تاوده دي.

د طالبانو حکومت په کابینه کې بدلون؛محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورټ او هوایي چلند د وزیر په توګه وټاکل شو

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، چې د شیخ هبت‌الله اخندزاده په حکم په کابینه کې نوې ټاکنې شوې دي.

د یاد حکم له مخې، د دفاع وزارت پخوانی لومړی مرستیال ملا محمد فاضل مظلوم د ټرانسپورت او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

همداراز، د ټرانسپورت او هوايي چلند پخوانی وزیر ملا حمیدالله اخندزاده د دفاع وزارت د لومړي مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.

فطرت زیاته کړې چې دا بدلونونه د رهبرۍ د حکم پر بنسټ ترسره شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:له اسلام‌اباد سره لفظي شخړې د منلو نه دي، یوازې د ملي حاکمیت دفاع کوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې او هغه یې بې‌اساسه بللې دي.

مجاهد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو خبرو ته ارزښت نه ورکوي او “اسلامي امارت” یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت او خاورې دفاع ته ژمن دی.

هغه ادعا کړې چې د اسلام‌اباد ځینې چارواکي د کابل پر ضد ناسم تبلیغات او بې‌بنسټه تورونه خپروي، څو د افغانستان پر وړاندې منفي فضا رامنځته کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سرحدي او سیاسي مسایلو لفظي ناندرۍ زیاتې شوې دي، خو د طالبانو حکومت وایي د سیمې ثبات د متقابل تورونو پر ځای په رښتینې همکارۍ کې نغښتی دی.