پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 928

ډاکټر عبدالله عبدالله؛پر ایران د اسرائیلو بریدونه په کلکو ټکو غندلي

تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله پر ایران د اسراییل پر بریدونو اندېښنه څرګنده کړې او هغه یې په کلکو ټکو غندلي دي.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې پر ایران د اسراییل برید به ډېرې ناوړه اغېزې ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې پر ایران د اسراییل برید به نه یوازې سیمه کې د یوه نوي پوځي جوړښت لامل شي بلکې، دغه بریدونه به د ملکي وګړو پر ژوند ډېرې ناوړه اغېزې وکړي.

ایران:د اسرائیلو په بریدونو کې مو دوه عسکر وژل شوي

0

د ایران اړوند تسنیم خبري اژانس وایي، چې د اسرائیلو په بریدونو کې دوه ایراني عسکر وژل شوي دي

یاد اژانس د پوځ له قوله ویلي، چې دغه عسکر د اسرائیلو له دسیسو سره په مقابله کې وژل شوي دي.

دوی په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

نصیر احمد فایق:افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې ددې هېواد لپاره غمیزه نه؛ بلکې د نړۍ امن هم ګواښي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وايي، چې نړیوال دې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنیستي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي فایق له ملګرو ملتونو غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي.

نوموړي زیاته کړې، په افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې د دې هېواد لپاره یو بحران او غمیزه نه، بلکې د نړۍ سوله او امن هم ګواښي.

هغه له نړیوالو غوښتي چې د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ یې وکړي.

زیلینسکي:روسیه غواړي چې د یکشنبې تر ورځې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین په جګړه کې د شمالي کوریا د سرتېرو د ګډون په اړه خبرداری ورکړی.

زیلینسکي خبرداری ورکړی چې روسیه غواړي د راروانې یک‌شنبې ترورځې د شمالي کوریا پوځي ځواکونه په اوکراین کې دېره کړي.

زیلینسکي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د شمالي کوریا د ځواکونو لومړۍ ډلګۍ د اکتوبر د ۲۷ او ۲۸ ترمنځ د جګړې سیمې ته واستول شي.

هغه ویلي، دا اقدام ښيي چې روسیه په ښکاره د جګړې پراخول غواړي.

امرالله صالح:امریکا هڅه کوله چې د دوحې پروسې په چټکتیا سره د ټاکنو مخه ونیسي

جمهوري حکومت کې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي، امریکا هڅه کوله چې د دوحې پروسې په چټکتیا سره د ټاکنو مخه ونیسي ترڅو جمهوریت مشروعیت له لاسه ورکړي.

هغه ویلي، ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې، چې تر هغې وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و.

د صالح پر خبره هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله، له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.

نوموړي د خلیلزاد او اشرف غني ترمنځ د اړیکو له ترینګلتیا هم پرده پورته کړې او ویلي یې دي، چې دا اړیکې دومره خرابې وې، چې کله کله به له معمول تعرف پرته ترسره کېده.

دانیل هګاري:که ایران یو ځل بیا د برید غلطي وکړه؛ نو تر دې سخت ځواب به وګوري

0

د اسرائیل پوځ ویاند دانیال هګاري خبرداری ورکړی، که ایران غلطي وکړي او تاوتریخوالی نور هم زیات کړي؛ نو اسرائیل به سخت ځواب ورکړي.

نوموړي ویلي چې د اوس لپاره پر ایران د اسراییلو برید پای ته رسیدلی دی.

په ورته وخت کې تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

دغې سرچینې ویلي، ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

د اسراییل پوځ:د ایران پر پوځي اهدافو بریدونه یې پای ته رسېدلي

0

د اسراییل پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې په ایران کې پر “پوځي” اهدافو بریدونه پای ته رسیدلي او جنګیالي یې په خوندي توګه اسراییلو ته راستانه شوي دي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي چې اسرائیلو د ایران د توغندیو د جوړولو تاسیسات او له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو تاسیسات یې په نښه کړي دي.

بل لورته تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

وال‌سټریټ ژورنال:پر ایران د اسرائیلو بریدونه به په څو پړاوونو کې ترسره شي

0

یوه امریکايي چارواکي وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې پر ایران د اسرائیلو بریدونه به په څو پړاوونو کې ترسره شي او اوس یې دویم پړاو یې پیل شوی دی.

د اسراییلو ۱۱ تلویزیوني چینل هم تایید کړه چې د بریدونو دویمه څپه اوس روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې اسرائیلي هوايي ځواکونو د خپلو ۱۴۰ جنګي جیټ الوتکو په مرسته په ایران برید کړی او د دغه هیواد مهم پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

ایران: د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو یو

0

تسنیم خبري آژانس د سپاه پاسداران د یوې سرچینې له قوله لیکلي دي چې ایران د اسرائیلو د بریدونو ځواب ته چمتو دی.

دغې سرچینې ویلي، ایران د هر ډول تیري په وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

دا په داسې حال کې ده چې څو ساعته وړاندې اسرائیلي هوايي ځواکونو د خپلو ۱۴۰ جنګي جیټ الوتکو په مرسته په ایران برید کړی او د دغه هیواد مهم پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دي.

افغان الف لوبډلې؛ د هند الف لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ځان ورسوه

د اسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته ځان ورسوه.

دغه سیالۍ کې افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه پیل کړه او د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې صدیق‌الله اتل ۸۳ منډې او دغه راز ذبیداکبري۶۴ او کریم جنت بیا په ۴۱ منډو وسوځېد.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکړې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.