سه شنبه, جولای 7, 2026
Home Blog Page 920

حکمتیار:اسلام آباد دې د وسله والو مخالفينو ستونزه په كور دننه په تدبير، تعقل او حكمت سره حل کړي

‏د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوې اعلامیې کې په پکتیکا کې د پاکستان هوایي برید غندلی او دا یې د افغانستان پر حریم ښکاره تېرې بللی.

د ښاغلي حکمتیار اعلامیه چې د نوموړي ګوند اړوند ډیلي شهادت ایکس‌پاڼې خپره کړې په کې لیکل شوي:«كه اسلام آباد د بريد لپاره دا توجيه وړاندې كوي چي دلته یې د مخالفو وسله والو مركزونه په نښه كړي؛ نو دا وسله وال خو يو مهال د پاكستان له مدرسو افغانستان ته د دوى له لوري او د افغانانو خلاف د جگړې لپاره رالېږل شوي وو؛ پاكستاني سياستوال اعتراف او اعتراض كوي چي ولي دېرش زره پاكستاني جنگيالي افغانستان ته د جنگ لپاره لېږل شوي وو؟»

د حزب اسلامي مشر د طالبانو او پاکستان حکومتونو ته د مشورې په ډول لیکلي:« اسلام آباد دې د وسله والو مخالفينو ستونزه د كور دننه او د تدبير، تعقل او حكمت په مرسته حل كړي او هم د خپلو سياسي مخالفينو ستونزه؛ دا سيمه په مجموع كې امن او د جگړو ختمولو ته ضرورت لري؛ نه د يوې بلي جگړې پيلولو ته؛ كابل ته هم دغه مشوره لرو.»

ډنډ پټان؛طالبانو او پاکستاني ځواکونو پر ډیورنډ کرښې یو پر بل ډزې کړي

د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ډنډ پټان او کرمې کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

یو شمیر سرچینو ویلي چې دغه بریدونه تیره شپه پر ډیورند رامنځته شوې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

حنیف پشتین طالبانو ته:په کابل کې طالبان او په پنجاب کې پوځ مونږ ته مهاجر وایي

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي حنیف پشتین د طالبانو اعلامیې ته په غبرګون کې ویلي چې په پکتیکا کې میشت د وزیرستان اوسیدونکو ته د مهاجر ویل سم کار نه دی.

ښاغلي پشتین ویلي په پښتونخوا کې افغانانو او په کابل کې وزیرستانیانو ته د مهاجر کلمه استعمالول د پېنډۍ او پنجاب ادبیات دي او هيڅوک دا حق نه لري چې له دوی هویت (افغانیت) واخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه غړي زیاته کړې چې وزیرستانیان په پکتیکا کې مهاجر نه بلکې د خپل افغان وطن پر سینه مېشت دي.

حامد کرزی:هند خپل یو تکړه زوی له لاسه ورکړ

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې هند خپل یو تکړه زوی له لاسه ورکړ.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ډاکټر من موهن سینګ د افغانستان د خلکو یو نه هیریدونکی متحد او ملګری و.

نوموړي زیاته کړې چې د موهن سنګ په ​​مړینه ژور خپګان څرګندوي او په وینا یې د هغه کورنۍ، حکومت او د هند خلکو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د هند؛پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ

0

هندي رسنۍ وایي، د هند پخوانی لومړی وزیر من موهن سنګ د ۹۲ کلونو په عمر ومړ.

د هندي رسنیو په خبره، من موهن سنګ د دغه هېواد ډیلي د آل انډیا طبعي علومو په انسټېټیوټ کې مړ شوی دی.

من موهن سنګ د ۲۰۰۴ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د همد د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ډاکتر فضلي:طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي

د پرځیدلي جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس ډاکتر فضل محمود فضلي د کابل پوهنتون د فارغانو سپین رنګه لباس ته په غبرګون کې په خپل ایکس‌پاڼې لیکلي: «طالب او مجاهد نه یوازې د ښکیلاک ارزانه مزدوران دي، بلکې د بدرنګۍ او تورې دورې نمایندګان هم دي.»

طالبان وایي، د فارغینو سپین رنګه لباس افغاني دی، په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو دا لباس د طالبانو فرهنګ بللی او لیکلي، چې دا د افغانانو فرهنګ نه دی او که وی د کابل پوهنتون له تاسیسه تر اوسه دا د اشپزانو یونیفورم چا نه دی اغوستی.

نجیب ننګیال:طالبانو د پاکستان د برید پر وړاندې لاریون ته اجازه نه ده ورکړې

ویل کېږي، چې خوست کې طالبانو د هغو کسانو مخه نیولې، چې غوښتل یې پر پکتیکا او خوست د پاکستان د وروستي بمبار له کبله لاریون وکړي.

د سیاسي چارو شنونکي نجیب ننګیال ویلي:«خوست کې یوې ډلې افغانانو د پاکستان د تېري په ضد د لاریون تابیا نیولې وه؛ خو د حلقه بګوش غلام رژیم استخباراتو یې مخه نیولې.»

نوموړی وایي، طالبانو د لاریون تابیا کوونکو ته ویلي چې زمونږ اړیکې له دوست هېواد سره مه خرابوئ.

شمالي وزیرستان؛حافظ ګل بهادر ډلې شاوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان د میر علي اړوند په خېدرخېل، خدکي او یو شمېر نورو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کړي، چې د یو پولیس افسر په ګډون پکې یوولس پوځیان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

په دغه برید کې د پاکستاني پوځیانو یو شمېر موټرې هم ویجاړې شوې دي.

ویل کېږي چې د برید پر مهال پاکستاني پوځیانو د یو شمېر عامو خلکو په کورونو د هاوان بریدونه کړي، چې ځینې کسان یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو د مالیې وزیر:د جدي او دلوې معاشونه نه شو ورکولای

د طالبانو حکومت د مالیې سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت اړوند یو انلاین ورکشاپ ته ویلي، چې ښایي د دولتي کارکوونکو د جدي، دلوې او حوت میاشتو معاشونه هم ورنشي کړی.

نوموړي ویلي د بودجې له کسر سره مخ دي او نشي کولای دا معاشونه اجرا کړي.

د یاد ورکشاپ څخه حماسه میډیا ته په رسېدلو معلوماتو کې ویل شوي، چې د مالیې سرپرست وزیر ویلي چې دوی اوس مهال دومره بودجه نه لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د دولتي کارکوونکو د قوس میاشتې معاشونه هم ځنډېدلي.

لویدیځې رسنۍ؛اسماء اسد له مرګ سره لاس او پنجه نرموي

0

تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بشارالاسد مېرمن اسما اسد له مرګ سره لاس او ګرېوان ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، هغه د وینې سرطان لري او اوس یې د ژوندي پاتې کېدو چانس ۵۰ سلنه بلل شوی.

اوس مهال هغه په یوه خونه کې خلکو سره له لیدلو هم منع شوې.

اسما اسد د سوریې له سقوط مخکې له خپل خاوند بشارالاسد سره مسکو ته تللې ده.