جمعه, جون 19, 2026
Home Blog Page 911

د طالبانو حکومت پاکستان ته:کورنۍ ستونزې خپله حل کړئ، مسولیت یې زموږ په غاړه مه اچوئ

د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې خپلې ستونزې په خپل کور کې دننه حل کړي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، د دوی خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي او پاکستان باید بې اساسه څرګندونې ونه کړي.

فطرت زیاته کړې چې، پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پيدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ویلي، د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خاورې تجاوز کېږي.

د ساینس نړیواله ورځ؛اروپایي ټولنه وایي، افغانستان کې باید ټولو ته یو ډول د کار زمینه برابره شي

د ساینس نړیوالې ورځې په مناسبت اروپایي ټولنې ویلي، چې دوی د افغان ښځینه او نارینه ساینسپوهانو له هڅو ملاتړ کوي.

یادې ټولنې په یو پیغام کې افغانستان کې د نجونو او هلکانو لپاره په مساوي ډول د زده کړو غوښتنه کړې.

په پیغام کې راغلي، چې د نجونو روزنه د یو خپلواک ملت لپاره د اقتصادي هوساینې او ځان بسیاینې سبب ګرځي.

د یادونې ده چې سږکال دا ورځ “ساینس د سولې او پرمختګ لپاره” تر عنوان لاندې نمانځل کېږي.

حامد کرزي؛په کابل کې د جاپان له سفیر سره کتلي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومیا سره کتلي.

ښاغلي کرزي په دغه لیدنه کې د جاپان له مرستو مننه کړې او دغه هېواد یې د افغانانو لپاره اوږدمهاله دوست وباله.

کرزي له تاکایوشي څخه د پوهنې په برخه کې د همکاریو د دوام غوښتنه کړې.

نوموړي یو ځل بیا د هېواد د پرمختګ لپاره زده کړې او د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یې ملي تفاهم اړین وباله.

د طالبانو حکومت:د هند ممبئ کې مو د جنرال قونسلګري له لوري افغانانو ته د پاسپورتونو د وېش پروسه پیل شوه

د طالبانو حکومت د هند په ممبئ ښار کې د خپلې جنرال قونسلګرۍ لخوا د پاسپورټونو د وېش خبر ورکړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد ویلي، چې یاد وزارت د هندوستان په ممبۍ ښار کې د افغانستان جنرال قونسلګرۍ ته هدایت کړی، څو د پاسپورټونو د ویش پروسه د افغان مهاجرینو، محصلینو او سوداګرو د اړتیاوو د حل په موخه پیل کړي.

تر دې وړاندې هندي رسنیو خبر ورکړی و، چې د هند په ممبئ کې د طالب دیپلومات پر منلو غور کوي.

دیمېتري پېسکوف:د پوتین او ټرمپ د خبرو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه دي

0

کرملین د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د ټیلفوني خبرو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل.

دیمېتري پېسکوف د واشنګټن پوسټ هغه څرګندونې بې ځایه وبللې، چې ګواکې پوتین او ټرمپ خبرې کړې دي.

پېسکوف زیاته کړې چې تردې دمه له ټرمپ سره د پوتین د خبرو اترو په اړه هیڅ پلان نشته دی.

واشنګټن پوسټ تر دې وړاندې ویلي وو، چې ټرمپ له پوتین سره په خبرو کې له هغه غوښتي چې د اوکراین جګړه نوره شدیده نه کړي.

اسټرالیا کې افغان سفارت:زمونږ چارې په عادي ډول روانې دي

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې قونسلي چارې یې په عادي ډول روانې دي.

یاد سفارت د طالبانو هغه پرېکړه، چې په یو شمېر اروپايي هېوادونو او اسټرالیا کې یې د افغانستان قونسلۍ او سفارتونه بې اعتباره اعلان کړي وو، غندلې او ویلي یې دي، چې دا چاره د خلکو زورونه او د بشري او اساسي حقونو نقض دی.

دوی ویلي، د سفارتونو او قونسلیو بې اعتباره اعلانول د طالبانو له لوري د خلکو د ازارولو په معنی ده.

هرات کې؛طالبانو د یو شمېر وسلو د نیولو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، چې ځواکونو یې په هرات کې یوه اندازه وسلې او مهمات نیولي دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، په نیول شوو وسلو او مهماتو کې کلاشینکوفونه، تومانچې، چره ییز ټوپکونه، ډول ډول مرمۍ، مهمات، دولتي انټنونه او یوه اندازه چاودیدونکي توکي شامل دي.

هغه د وسلو د نیولو څرنګوالي په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

ګارډین ورځپانه:هند د طالبانو دیپلومات په منلو غور کوي

د هند ګارډین ورځپاڼې ویلي، چې د دغه هېواد چارواکي د طالبانو حکومت پر هغې پرېکړې غور کوي، چې له مخې یې ممبي کې د طالبانو دیپلومات ومني.

سرچینې ویلي، د کابل له لوري اکرام الدین کامل ممبي کې د جنرل قونسل په توګه ور پېژندل شوی.

یادې رسنۍ ویلي، هند دا ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي په موخه کوي.

رویټرز:اسرائیلو په فلسطین کې ۴۰ تنه وژلي

0

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې اسرائیلو د فلسطین په جبالیا کمپ کې ۴۰ تنه وژلي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې، دا بریدونه د شنبې په ورځ شوي دي.

بل لورته د فلسطین د بشري حقونو یو مرکز ویلي، چې د اسرائیل له لوري پر یو ساختمان د برید له کبله ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

اوچا:افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي، چې افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی، چې د اقلیمي بدلون له امله تر ټولو زیات زیان‌‌من شوی.

یادې ادارې په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په COP29 غونډه کې باید بیړني اقدامات وشي، تر څو هغه ټولنې ملاتړ ترلاسه کړي چې له شدیدې تودوخې، د اوبو کموالي او وچکالۍ سره مخ دي.

د یادونې ده چې افغانستان په دې وروستیو کې د اقلیمي بدلون له کبله سخت زیانمن شوی دی.