سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 904

مولوي عبدالکبیر:ولسونه دې د دوی د نظام د ټینګښت لپاره لاسونه سره یو کړي

د طالبانو حکومت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي، ولسونه دې په هېواد کې د دوی د نظام د ټینګښت او د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي.

هغه د بغلان او لوګر له یو شمېر مشرانو سره کتنه کې ژمنه کړې، چې د لوګر او بغلان ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازم هدایت وکړي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې د دوی نظام د ټولو افغانانو شریک دی.

عبدالکبیر دغه راز زیاته کړې چې د دوی حکومت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

هندي پلاوي؛د طالبانو د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد سره کتلي

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد د جي پي سینګ په مشرۍ د هندوستان له پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د بشردوستانه همکاریو او نورو مهمو مسایلو په اړه پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی.

هندي پلاوي د افغانستان او هند ترمنځ د تعاملاتو د لا پیاوړتیا او پراختیا په اړه خپله لېوالتیا څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت اعلامیه؛د امریکا له نوې رهبري څخه د افغانستان د واقیعتونو د درک تمه لرو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې، چې د امریکا نوې رهبري د افغانستان واقیعتونه درک کړي.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا نوې رهبري سره به د د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو کې اغېزناک پرمختګ وشي.

د طالبانو حکومت تر اوسه ټرمپ ته د بریا مبارکي نه ده ویلې.

حامد کرزي؛د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ډونالډ ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، ټرمپ ته مبارکي وایي او د امریکا خلکو ته په نوې رهبري کې د هوسا ژوند هیله لري.

د طالبانو حکومت لا هم د امریکا د ټاکنو د پایلو په اړه څه نه دي ویلي.

حامد کرزي؛د هند د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر سره د اړېکو پر پراختیا خبرې کړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت له سکرتر جي پي سنګ سره کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا بحث کړی.

ښاغلي کرزي د هند له مرستو مننه کړې او افغانانو ته د زده کړو د فرصتونو برابرولو کې یې د لا زیاتې همکاري غوښتنه کړې.

نوموړي ویلي چې په دې لیدنه کې د هند او افغانستان پر تاریخي اړیکو هم خبرې شوي دي.

دیمیتري پسکوف:ټرمپ ته د بریا مبارکي ځکه نه ورکوو، چې هغه له مونږ سره د دوښمن په څېر چلند کوي

0

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف وایي، روسیه سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ د بیا راګرځېدو په اړه قضاوت د هغه د اقداماتو او څرګندونو پر بنسټ کوي.

پسکوف ویلي، چې دوی به د مشخصو کړنو او څرګندونو پر بنسټ پایلو ته وګوري.

هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر تر اوسه د ټرمپ د بریا په اړه د مبارکۍ پلان ځکه نه لري چې امریکا له روسیې سره “د دوښمنۍ” چلند کوي.

د ډونالډ ټرمپ بریا؛چین ورسره د سولې فضا کې د همکاري غوښتنه لري؛ خو ایران وايي د دوی پالیسي ثابته ده

0

چین او ایران د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه بېلابېلې څرګندونې کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، چې دوی له واشنګټن سره د متقابلو اړیکو د سولې په چوکاټ کې د ګډې همکارۍ غوښتونکي دي؛ خو ایران بیا ویلي، چې د دوی پالیسي د امریکا پر وړاندې ثابته ده.

د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني ویلي، د ټرمپ او هرېس پالیسي او نظرونه د ایران پر وړاندې دومره توپیر سره نه لري او د ټرمپ راتګ یې هم یوه پلان شوی کار بللی دی.

خلیلزاد ټرمپ ته:مبارکي درته وایم؛ اوس د یووالي او بیا رغوونې وخت را ورسېد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد د ټرمپ بریا لپاره پر خپله ایکس پاڼه هغه ته مبارکي ورکړې.

خلیلزاد ویلي، اوس د یووالي، بیا رغولو او نوي کولو وخت رارسېدلی دی.

په ورته مهال بیا د ناټو عمومي سرمنشي مارک روټه هم هغه ته مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي روټه لیکلي، دوی انتظار باسي، چې له ټرمپ سره د یوې پیاوړې سولې لپاره یو ځای کار وکړي.

انعام الله سمنګانی:امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مشر انعام الله سمنګاني ویلي چې امریکایان ښځو ته د واک سپارلو ته چمتو نه دي.

سمنګاني په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې مخکې وېل کېده، چې یوه ښځه به د امریکا ولسمشره شي؛ خو په وینا یې دغه کار تر دې وړاندې هم نه شوی او تر دې وروسته به هم په دې اړه د خلکو باور کم شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، که د نورو نژادونو رایې یوې خواته شي؛ نو شاید ډېرو کمو امریکایانو به کاملا هرېس ته رایه ورکړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د امریکا ولسمشریزې ټاکنې ډونالډ ټرمپ وګټلې او کاملا هرېس ماتې وخوړه.

ټرمپ ته د بریا مبارکي؛د برېټانیا، اسراییل او هنګري لومړي وزیرانو ټرمپ ته د بریا مبارکي ورکړې

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ډونالډ ټرمپ ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغه بریا د سپینې ماڼۍ لپاره یو تاریخي سند وباله.

نتنیاهو ویلي، چې دا اقدام به د امریکا او اسرائیل پیوستون نور هم پیاوړی کړي.

بل لورته د هنګري لومړي وزیر اوربان ویکټور هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او زیاته کړې یې ده، چې امریکا ستر سیاسي مزل وکړ.

هغه دا بریا د نړۍ لپاره اړینه بللې ده.

په ورته مهال د بریټانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمرډ هم ټرمپ ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي، چې دی په راتلونکي کې له ټرمپ سره کار کولو ته سترګې پر لاره دی.