دوشنبه, مې 25, 2026
Home Blog Page 901

ایران:له افغانستان څخه قاچاق کېدونکي سره زر مو نېولي

د ایران سرحدي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه یې قاچاق کېدوونکي ۱۲ کیلو او ۷۲۰ کیلوګرامه سره زره نیولي دي.

دا سره زره د خراسان رضوي ولایت په تایباد سیمه کې نیول شوي دي.

د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي، چې له چټک مزلي موټر څخه یې د سرو زرو ۳۴ خښتې ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ایران پولیسو په یاده سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو.

روزا اتونبایووا؛ملګرو ملتونو کې د قطر له استازې سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې روزا اتونبایووا په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازي علیاء احمد بن سیف سره کتلي.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې.

د قطر خبري اژانس ویلي چې د خبرو ډېره برخه د ثبات تامینېدو او اوسني وضعیت څخه د افغانستان په راوتلو کې د نړۍ پر هڅو ورټوله وه.

دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان په اړه ناسته ترسره کړي.

د عمان پلازمېنه کې؛افغان سفارت کې د طالبانو دیپلوماتانو خپل فعالیت پیل کړ

اوراسیا خبري‌ـ‌تحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.

داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.

راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.

دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.

اوراسیا شبکه:طالبان په درې مختلفو برخو کې په جګړه بوخت دي

اوراسیا خبري‌ـ‌تحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.

داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.

راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.

دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت:تېر کال مو د ګڼو رسنیو سرغړونې ور اصلاح کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې تېر کال یې د ګڼو رسنیو سرغړونې اصلاح کړې.

د یاد وزارت چارواکو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر کال کې د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د دوی له پالیسي سر سم اصلاح شوي دي.

دوی دغه راز ویلي چې تر اوسه افغانستان خپل چاپ قرانکریم نه درلود؛ خو د دوی له راتګ سره سم په دولس بېلابېلو بڼوچاپ شو.

ملګري ملتونه:افغانستان کې د تېر کال په پرتله؛ سږکال د نا امنۍ پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوې

ملګرو ملتونو ویلي، چې دوی افغانستان کې د می له څوارلسمې د جولای تر ۳۱مې پورې یو زر او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا د تېر کال په اندازه د امنیتي پېښو کچه ۵۳ سلنه لوړه ښيي.

راپور زیاتوي چې له دې سره په خوا کې د هېواد په لویدیځ او جنوب کې د ځمکو پر سر شخړې هم زیاتې شوې دي او دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ هم نښتې زیاتې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی.

د طالبانو حکومت؛افغانستان کې دواکسین بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت ویلي، چې د پولیو واکسین بندېدو په اړه لاهم کوم رسمي مکتوب نه دی صادر شوی.

د یاد وزارا ویاند شرافت زمان پر خپله ایکس پاڼه په دې اړه د ګارډین خپور شوی راپور بې اساسه بللی دی.

هغه ویلي، چې دوی د پولیو واکسین له ټولو فني او قانوني اصولو سره سم پلي کړی، ترڅو اغېزناک تمام شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګارډین د پولیو واکسین د بندېدو خبر ورکړی وو.

کرکټ بورډ:افغان لوبډلې د راتلونکې سیالۍ لپاره خپل تمرینات ترسره کړل

0

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به سبا په متحده عربي اماراتو کې له جنوبي افریقا سره د پنځوسو اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.

کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دغو سیالیو لپاره یې لوبغاړو تېره شپه تمرینات ترسره کړي دي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ دقیقې پیلیږي.

تر دې وړاندې په کرکټ بورډ نیوکې وې، چې له نیوزیلنډ سره یې ټسټ لوبه په ښه ډول مدیریت نه شوی کړی.

د یادونې ده، چې افغانستان له جنوبي افریقا سره د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کوي.

پزشکیان:زما تر واکمنۍ وروسته مو روسیې ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، واک ته تر رسېدو وروسته یې روسیې ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي.

مسعود پزشکیان په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې روسیې سره په دې برخه کې د مرستې په اړه اوس څه نشي ویلي؛ خو تر واکمنۍ وروسته یې وسلې نه دي ورکړي.

هغه دغه راز د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني دریځ ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، هېواد به یې له بندیزونو سره سره، له دغه پروګرام پر شا نه شي.

دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لویدیځ پر ایران تور پورې کوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې نظامي ملاتړ کوي.

د طالبانو حکومت مشر؛له قوش تېپې کانال لیدنه کړې

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندازده د قوش تېپې له کانال لیدنه کړې.

د بلخ ولایت رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د قوش تېپې کانال د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم بللی.

هغه ویلي، چې دا ډول ملي پروژې کولای شي، دوی نړیوالو ته له اړتیا خلاص کړي.

نوموړی په داسې حال کې له قوش تېپې کانال لیدنه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د افغانستان یو لړ ولایتونو ته سفرونه هم ترسره کړل.