چهارشنبه, جون 17, 2026
Home Blog Page 894

امریکا؛په کییف کې خپل سفارت د موقت وخت لپاره بند کړو

0

امریکا د هوايي بریدونو د اندېښنو له کبله په کییف کې خپل سفارت په موقتي توګه بند کړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د اوکراین په پلازمېنه کیف کې یې سفارت د هوايي بریدونو له امله تړلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې سفارت به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلی وي.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، که د هوايي برید خبرداری ورکړل شي، له امریکايي اتباعو به وغوښتل شي چې خوندي سیمو ته پناه یوسي.

رویټرز:امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د ورکړې اجازه ورکړې ده

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د کارولو اجازه ورکړې.

رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته ددغه ماینونو د ورکړې اجازه ورکړې ده.

رویټرز د یاد چارواکي له قوله زیاته کړې، امریکا تمه لري چې اوکراین به دغه ماینونه په خپله خاوره کې وکاروي.

رویټرز ویلي، چې امریکا له اوکراین ژمنه اخیستې چې هغو سیمو کې به یې نه کاروي چې ملکي وګړي اوسي.

ډنمارک؛له اوکراین سره د ۱۳۸ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

0

ډنمارک له اوکراین سره د ۱۳۸ میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان کړی دی.

رویټرز د ډنمارک د لومړي وزیر میټ فیډریکسن په حواله ویلي، چې د ډنمارک لومړي وزیر د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه خبري کنفرانس کې کتلي.

میټ فیډرکسن ولادیمیر زیلینسکي ته د ملاتړ او د نورو مرستو ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د لومړي ځل لپاره اوکراین د امریکا له خوا جوړ شوي اوږد واټنه توغندي د روسیې پر خاوره ور وتوغول.

شمالي کوریا؛شاوخوا ۱۱ زره سرتېري د اوکراین سره جګړې لپاره روسیې ته استولي

0

د شمالي کوریا لس زره او نهه سوه سرتیري د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې برخه لري.

رویټرز ته د شمالي کوریا د پارلمان د استخباراتو د کمیټې غړې پارک سن ون د دغه هیواد د ملي استخباراتو د ادارې په حواله ویلي، چې د شمالي کوریا ځواکونه په کرسک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو پر ضد جنګیږي.

رویټرز د یاد کس له قوله زیاته کړې، چې شمالي کوریا د اوکراین جګړې ته د توغندیو په شمول نورې وسلې هم استولې دي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د اوکراین او روسیې په جګړه کې د شمالي کوریا مخ په زیاتیدونکي رول د ټولو هېوادونو لپاره یو “ګواښ” دی.

سهیل شاهین:ملګري ملتونه دې د افغانستان د څوکۍ په ور سپارلو له سره غور وکړي

‏په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، چې ملګري ملتونه دې د افغانستان د څوکۍ په ور سپارلو له سره غور وکړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو په یوه راپور کې د سهیل شاهین له قوله ویلي، چې ملګرو ملتونو د افغانستان څوکۍ یو داسې کس ته سپارلې، چې په دې سازمان کې د افغانستان د خلکو او حکومت استازیتوب نه شي کولای.

نوموړي له ملګرو ملتونو یو ځل بیا غوښتنه کړې، چې د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه خپل دریځ بدل کړي.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو ملاتړ او لاسنیوی وکړي.

د افغانستان؛له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن پاکستان سره لوبه کوي

0

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله په درې اړخیزو سیالیو کې نن له پاکستان سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د کابل پر مهال د سهار لس بجې پیل شي.

د یادونې ده، چې افغان لوبډلې تېرې دوه لوبې له متحده عربي اماراتو او پاکستانه ګټلې دي.

خیبر پښتونخوا کې؛ځانمرګي برید ۱۱ پاکستاني پوځیان وژلي

0

خیبر پښتونخوا کې د تالاشۍ په یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید په نتیجه کې ۱۱ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

د پاکستان د استخباراتو یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې پرون ماښام اووه بجې یوه ځانمرګي پر چاودېدونکو موادو بار خپل موټر افغانستان پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په جاني خېلو کې له پوستې سره ټکر کړ چې د چادونې په نتیجه کې ۱۱ پاکستاني پوځیان ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه‌ دی اخیستی.

حلیم فدایي:د دوحې تړون عملي کول یوازینۍ لار ده چې نړیوال پرې طالبان خپلو مکلفیتونو ته رابللی شي

د پکتیا پخواني والي حلیم فدایي ویلي چې د ټرمپ په بیا واکمني کې د دوحې تړون د بشپړ تطبیق په اړه د خلیلزاد څرګندونې د پام وړ دي.

هغه ویلي د دوحې لومړی تړون د افغان حکومت د څنډې ته کولو له کبله له ګڼو نیوکو سره مخ وو او اوس همدا تړون یوازینی رسمي چوکاټ پاتې، چې طالبان خپلو ژمنو عملي کولو ته اړ باسي.

د فدایي په خبره، دغو ژمنو کې د افغانانو ترمنځ خبرې او یو ټول شموله حکومت جوړول هغه څه دي چې د افغانستان د ثبات لپاره خورا مهم ګڼل کېږي، چې لاهم د طالبانو واکمني کې نه دي عملي شوي.

د نوموړي په باور، د دغه تړون عملي کولو سره ښکېل اړخونه کولای شي چې طالبان د خپلو مکلفیتونو په اړه اقدام ته اړ کړي.

قطر:هېواد کې مو د حماس د مذاکرې غړي نشته؛ خو دفتر یې د تل لپاره نه دی تړل شوی

0

د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه هېواد کې د حماس د مذاکرې غړي نشته؛ خو دفتر یې د تل لپاره نه دی تړل شوی.

د یاد وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي، چې په دوحه کې د حماس دفتر پرېکړه په مستقیم ډول د قطر له لوري اورېدل شوې.

د ماجد په خبره، غزه کې د سولې او اوربند لپاره له بې پایله خبرو څخه منځګړي هېوادونه هم ستړي شوي دي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه امریکا ترکیې ته هم ویلي، چې د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

اوکراین؛په لومړي ځل د امریکا د اوږد واټن ویشتونکي توغندي پر روسیه ور توغولي

0

په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین تر منځ د جګړې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې، کییف د لومړي ځل لپاره د روسیې پر ځینو برخو د امریکا له خوا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي ور توغولي دي.

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د روسیې په براینسک سیمه کې د توغول شویو شپږو توغندیو له ډلې څخه پنځه یې له منځه تللي او شپږم توغندي چا ته ځاني او مالي زیان نه دی اړولی.

په ورته وخت کې اوکراین ویلي، چې په روسیه کې یې د وسلو یوه ډیپو د امریکا په توغندیو په نښه کړې ده.

د یادونې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره ورځ اوکراین ته اجازه ورکړه چې دا توغندي د روسیې په خاوره کې دننه د بریدونو لپاره وکاروي.