دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 875

منظور پښتین:د قامي جرګې نه وروسته په پي‌ټي‌ایم د پاکستان ظلم تر حد زیات شوی

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، چې ‏د قامي جرګې نه وروسته په پي ټي ایم باندې د پاکستاني ریاست زور او ظلم تر حد زیات شوی او لا هم دوام لري.

منظور پښتین په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ۱۰۰۰ نه زیات ملګري یې زندانونو کې دي او تر نن ورځې پورې د پښتنو نېونې کېږي.

هغه ویلي،:”د ظالمي ریاستي ادارو له خوا په زرګونو د تحریک ملګري د سخت دریځ ترهګر په لیسټ کې په شیډول فور کې ولیکل شول، دا لیسټ هره ورځ په زیاتیدو دی او د ټولو خلاف کاروائې روانې دي.“

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ ان د جرګې له پیل کیدو هم وړاندې د هر څه په فکر کې وو او د دې خلاف تکړه عمل ته تیار وو؛ خو د جرګې شریک غږ وو چې تاسو لږ صبر وکړئ، زمونږ سره یو ځای لاړ شئ او د دې خلاف به مونږ ټول درسره یو.

ښاغلي پښتین هیله څرګنده کړې چې د تحریک سره د روان ظلم پر خلاف ټول په شریکه غږ او عمل وکړي.

پښتین دغه راز ویلي، چې د پاکستان ریاست هر څومره ظلم هم وکړي؛ خو بیا به هم د دوی د ظلم او جبر پر خلاف به د دوی مبارزه دوام لري.

د اسراییل پوځ؛لبنان کې د حزب‌الله د استخباراتو په یوه مرکز برید کړی

0

د اسراییل پوځ په لبنان کې د حزب‌الله د استخباراتو پر یوه مرکز او په پلازمېنه بیروت کې د وسلو د تولید پر یوه ځمکني ورکشاپ برید کړی دی.

د اسراییل پوځ ویلي چې، د دوی جنګي الوتکو د حزب‌الله درې قوماندانان وژلي دي، چې په‌‌کې عباس سلیمه د دې ډلې د جنوبي قوماندانۍ یو جګپوړی غړی، رضا عباس عواضه د اړیکو ماهر، او احمد علي حسین چې د دې ډلې د ستراتیژیکو وسلو د پراختیا مسوول و، وژل شوي.

حزب‌الله تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د پاکستان ”تور پلان“ او د منظور پښتین تدبیر!

0

لیکوال: احمد شاه ساحل
منظور پښتین د قامي جرګې په دې پرېکړي سره چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم له پښتونخوا وځي، د پاکستان ”تور پلان“ شنډ کړ/کوي. د دې پلان لمخي پاکستان غوښتل چي د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته، پښتونخوا ټي ټي پي ته پرېږدي/وسپاري، ترڅو د پښتنو په خاوره کې یو نوی بحران رامنځ ته کړي. خو منظور پښتین د خپلي هوښیارۍ او جرئت له برکته، او د قامي جرګې له ادرسه پر دې ټينګار وکړ چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم له پښتونخوا وځي. د دې پريکړي تطبیق به نه یوازي د پاکستان شومي موخي ناکامه کړي، بلکي پښتنو ته به د خپل برخلیک د ټاکلو یوه نوې لاره پرانېزي.

تور پلان څه دی؟
دا پلان دوه پړاوونه لري. په لومړۍ پړاو کي یې تر ډېره یوازي د پاکستان موخي پرتې دي او په دوهم هغه کي د امریکا متحده ایالاتو. د پاکستان موخي د پښتني سیمو لوټ، له نړۍ څخه د ترهګرۍ د یو قرباني په توګه د ډالرو ترلاسه کول او تر ټولو خطرناکه هغه یې د پښتنو ترمنځ د ملتپاله او نویو رابیداره سویو فکرونو وهل او سرکوب کول دي. په دوهم پړاو کي بیا د امریکا هدف پروت دی چي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم په وزیرستان کي د یوې نظامي اډې جوړول دي.

په لومړي پړاو کي ممکن د پاکستان پوځ د ټي ټي پي سره په جګړه کي د ماتې یو تمثل وکړي او ډېر ژر بیرته راوګرځي. دوی به سیمه په بشپړه توګه ټي ټي ټي او ملګرو ډلو ته یې پرېږدي. دا هغه پړاو دی چي پر قبایلي او ځينو نورو سیمو به د لنډ مهال لپاره د ”اسلامي نظام“ تر نامه لاندي یو حکومت اعلانیږي، او په ډيري تیزۍ سره به په یادو سیمو کي، په یو شمېر پلان سویو کړنو لاس پوري کوي، چي یوه یې د ملتپالني د هغو بوټو کښل دي چي په تېرو څو کلونو کي تازه په دې سیمه کي را زرغونه سوي دي. د پاکستان له موخو یوه همدا ده. دا به په حقیقت کي پر پښتونخوا او په ځانګړې توګه قبایلي سیمو باندي یو تیاره پېر وي چي تیریږي، او اغېرې به یې تر ډېره پاتي وي.
د همدې لپاره د تېر ۲۰۲۳ کال د جنوري پر لومړۍ نېټه، ټي ټي پي خپل نوي حکومتي تشکیلات چي له ولسوالانو او ریسانو نیولې بیا تر والیانو او حتا د وزیرانو تر کچي پوري ټول اداري پوستونه پکښي شامل وه، جوړ او اعلان کړ. دا ساده خبره نه ده.

تر دې وروسته به په دوهم پړاو کي د امریکا په مستقیم ملاتړ د پاکستان پوځ د قبایلي سیمو څخه د ”دهشتګردو“ د شړلو اصلي عملیات پیلوي، او هغوی به شړي او لمنځه وړي، خو ځای به یي ”د نړیوالي ترهګرۍ ضد مرکز“ په نوم د امریکا یوې نظامي اډې ته پرېږدي.

خو منظور پښتین د قامي جرګې له ادرس څخه چي د ټولو پښتنو نماینده ګي کوي، ددې پلانونو پر وړاندي ودرېد او هڅه کوي چي پر پښتون وطن د دا ډول تورو پلانونو او اوږد مهاله بربادیو مخنیوی وکړي. ځيني پښتانه د منظور او جرګې دې پريکړي چي د پوځ ترڅنګ به ټي ټي پي هم وځي، حیران کړي. اصلاً دوی فکر کوي چي پوځ ووځي، نو ټي ټي پي به وسله پر ځمکه کښېږدي، یا به د پښتنو ملتپالانو سره یوځای مخته ځي. خو دا انګېرنه ناسمه ده. ټي ټي پي نه یوازي دا چي وسله پر ځمکه نه ږدي، بلکي د خپلي افراطي ایډیالوژۍ په رڼا کي غواړي په پښتونخوا کي خپل حکومت اعلان کړي. دوی هیڅکله د ملتپالو سره یو ځای نه سي کېدای، ځکه چي د هغوی نظریې او اهداف بشپړ توپیر لري. که پاکستانی پوځ ووځي او ټي ټي پي پاتې سي، نو په اتومات ډول به د د دوی او ملتپالانو ترمنځ ایډیالوژیکه جګړه پيل سي او پښتانه به له یوې بلي اوږدمهاله بربادۍ سره مخ سي.

لهذا، منظور پښتین او قامي جرګه هڅه کوي چي د دا ډول خطرناکي غمیزي مخه ونیسي او پښتانه له داسي وضعیت څخه وژغوري چي د یوې بلي د تباهۍ لامل ګرځي.
اما، که پښتانه مشران په دې اړه بې تفاوته پاته سي، او د منظور پښتین او په ټوله کي د قامي جرګې د پرېکړو په تطببق کي ناغیړي وکړي، نو هغه ورځ لیري نه ده چي د ”نور ولي محسود“ له لوري به ورته د عمومي عفوي د اعلان ترڅنګ وویل سي چي نور له هر ډول سیاسي فعالیتونو څخه ډډه وکړئ، پر خپلو کورونو کښېنئ او ”له امن څخه خوند واخلئ.“

یو وضاحت باید وسي. له پښتونخوا څخه د ټي ټي پي د وتلو مانا دا ده چي د پوځ تر وتلو وروسته به دوی سمدستي خپلي وسلې پر ځمکه ایږدي او عادي ژوند به پيلوي. که دا کار یې ونه کړ، باید پر وړاندي یې له هر ډول مقاومت څخه کار واخیستل سي. ځيني دې خبري هم ګنګس کړي چي ټي ټي پي به چیرته وځي، هغوی خو ددې وطن دي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

غزني کې؛د لاسي بم په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي

غزني کې د ناچاودو توکو د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د طالبانو امنيه قوماندانۍ نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دغه ماشومان تېره ورځ د قره باغ ولسوالۍ په مهرودر کلي کې د لاسي بم په چاودنه کې وژل شوي دي.

دوی ویلي، چې دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ياد ماشومان په خپل فارم کې په کار بوخت وو.

د یادونې ده چې له تېرو جګړو څخه پاتې ناچاودي توکي او ماینونه هر وخت په هېواد کې خلک په ځانګړې توګه ماشومان وژني.

ایټالیا؛د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه کډوال بیرته له البانیا راستانه کړل

0

ایټالیا درې ورځې وروسته له‌دې چې یوشمېر پناه غوښتونکي یې له اروپايي اتحادیې د باندې، البانیا ته واستول، د خپل هېواد د محکمې په امر ۱۲ تنه بېرته راوګرځول.

رویټرز خبري اژانس تېره ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې په روم کې د محکمې د حکم پر اساس، دا پناه غوښتونکي د دې لپاره بېرته را وګرځول شول چې، د دوی اصلي هېوادونه یعني مصر او بنګله‌دېش د هغوی لپاره خوندي هېوادونه نه وو.

یاد هېواد ویلي، چې ښایي د هغوی په منځ کې د یوشمېر کسانو غوښتنلیکونه رد شوي او له البانیا څخه خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي وای.

خامنه‌یي:د یحیی سنوار له لاسه ورکول له درده ډکه پېښه وه

0

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په یوه بیان کې د حماس او حزب الله ستاینه کړې ده.

خامنه‌یي ویلي، چې د سنوار له لاسه ورکول د مقاومت لپاره له درده ډکه پېښه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې حماس د مشرانو له شهادت سره بیا هم له پرمختګ لاس نه دی اخیستی.

د یادونې ده چې یحیی سنوار پر اسراییل د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر د اوومې نېټې د برید طراح و چې دا حمله د غزې په تړانګه کې د جګړې سبب شوه.

هېره دې نه وي چې اسراییلي ځواکونو د اکټوبر په ۱۶مه په غزه کې یحیی سنوار وواژه.

لویډ اسټین:اسراییل دې بیروت کې جګړه کمه کړي

0

امریکا وایي، چې اسراییل دې په بیروت کې او د بیروت شاوخوا خپل بریدونه څه کم کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن ویلي، چې د ملکي تلفاتو شمېر خورا لوړ دی.

نوموړي هیله څرګنده کړې چې د خبرو له لارې دې ته زمینه برابره شي چې په دواړو لوریو کې ملکیان بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د اسرائیل د یرغل له کبله تر اوسه ۴۲ زره او ۵۱۹ تنه وژل شوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې تر اوسه نږدې سل زره کسان ټپیان شوي، چې د جګړې قربانیان تر ډېر ماشومان او ښځې دي.

ایران:که ملګري ملتونه د کډوالو برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به خپل سیاست تغیر کړي

0

د ایران د کورنیو چارو وزارت د کډوالو رییس ویلي، که ملګري ملتونه د کډوالو په برخه کې بودجه ور زیاته نه کړي؛ نو دوی به په دې برخه کې خپل سیاست ته تغیر ورکړي.

نادر یار احمدي په جینوا کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له کمېشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې ویلي، چې دوی ته ورکړل شوې بودجه له ا ړتیا زیاته کمه ده.

دوی دا غوښتنه په داسې حال کې کوي چې اوس مهال یې پر افغان کډوالو د ژوند کړۍ تر ټولو ډېره تنګه کړې ده.

څو ورځې وړاندې یې هم د ایران په سراوان سیمه کې ۲۶۰ افغان کډوال وژلي وو.

حبیب‌الرحمن سیاف:د افغانستان ازادي تر سوال لاندې ده او دا هېواد د تروریستي ګروپونو له لوري اشغال شوی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف وایي، چې نن د افغانستان ازادي تر سوال لاندې ده او افغانستان د تروریستي ګروپونو له لوري اشغال شوی دی.

هغه ویلي، نن افغانستان کې له بد امنیتي وضعیت څخه خلک خپل هېواد پرېږدي، چې ځینې یې په سرحدونو کې ووژل شول، ځینې یې په سمندر کې ډوب شول او ځینې یې په نورو هېوادونو کې په بندخونو کې شپې سبا کوي.

د ښاغلي سیاف په خبره، افغانستان خپل نړیوال ارزښت بایللی او ان وزیر ته یې خلک د عکس اخیستلو اجازه نه ورکوي.

نوموړي د جنرال عبدالرازق د شپږم تلین په مناسبت ویلي، د خپلو شهیدانو د وینو ارزښت ته د قدرداني په موخه اړتیا ده، چې په یوځای مبارزه وشي.

هغه یو وار بیا پر ټولو سیاسي جریانونو غږ کړی، چې په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي لپاره باید یوه ملي او داسې پراخه برنامه باندې کار وشي، چې د ټولو افغانانو لپاره ټول منلې وي.

نتنیاهو:حزب‌الله زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو ډېره لویه اشتباه کوي

0

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي، چې د حزب‌الله دا هڅه چې ما او زما مېرمنه ووژني، لویه اشتباه کوي.

بنیامین نتنیاهو ویلي، چې د حزب‌الله ډلې زما د وژلو هڅه وکړه؛ خو هېڅکله به بریالي نه شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اسرائیل په مرکزي سیمه قیساریه کې د نتنیاهو د کور سره د لبنان یوې ډرون الوتکې ټکر وکړ؛ خو نتنیاهو او مېرمن یې هغه شېبه په کور کې نه وو او چاته زیان نه دی اوښتی.

بل لورته حزب‌الله ډلې هم منلې چې دا برید د دوی کار و.