سرپل کې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه چې په موټر سایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې نن شاوخوا یوه بجه د سخي زاده مارکېټ مخې ته شوې ده.
تردې مهاله د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
سرپل کې د چاودنې له کبله دوه تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
دا چاودنه چې په موټر سایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې نن شاوخوا یوه بجه د سخي زاده مارکېټ مخې ته شوې ده.
تردې مهاله د پېښې مسؤلیت چا نه دی منلی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونسیف وایي، افغانستان کې ۶.۱ میلیونه خلک بېړنيو روغتیایي خدماتو ته اړتیا لري.
یادې ادارې ویلي، د سپټمبر میاشت کې د افغانستان ۲۴۰۰ روغتیایي مرکزونو سره یې مالي او نوره مرسته کړې.
یونیسف دا راپور په داسې حال کې خپروي، چې په لرو پرتو سیمو کې ګڼ افغانان روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري.
په کندهار کې د طالبانو د حکومت چارواکو له رسنیو او خبریالانو غوښتي چې د دوی د نظام دفاع وکړي.
کندهار کې د طالبانو مرستیال والي محمد صادق انقلابي له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو غوښتي چې د نړۍ او هېوادونو د منفي تبلیغاتو مخه دې ونیسي.
بل لورته په دغه ولایت کې خبریالانو ویلي، چې د خپل کار پر مهال له ګڼو ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د ساه لرونکو په انځورونو بندېزونه لګولي.
د کابل پغمان ولسوالۍ د قلعه حیدرخیل سیمې د ګازو په یوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۶ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي.
د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، چې دغې اورلګېدنې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د یادې ادارې رییس نورالله انصار وايي، چې اورلګېدنه کنترول شوې ده؛ خو د اوښتو مالي زيانونو کره شمېره نه ده معلومه.
تهران کې د پولیسو یو مشر ویلي، پر ایران د لګول شویو بندیزونو له کبله باید ناقانونه افغان کډوالو ته د ښاري بس، میټرو، روغتون، برېښنا او نور ګڼ خدمات ورنه کړل شي.
علي قاسم پور له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، چې ایران له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او دا سرچینې باید نورو ته په واک کې ورنه کړل شي.
د هغه په خبره، افغانان په ناقانونه توګه ایران ته راغلي او اوس باید ورسره قانوني چلند وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران بشري حقونو یوې ادارې راپور ورکړی، چې په تېرو درې کالو کې ایران کې د افغان کډوالو د اعدام لړۍ چټکه شوې.
تېره اکټوبر میاشت ایران کې ۱۳ افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان یوه خبرپاڼه کې ویلي، ایران کې تېره میاشت د شپږو ښځو په ګډون ټولټال ۱۶۶ تنه اعدام شوي چې ۸۰ تنه یې د وژنې، ۶۴ تنه د نشه یي توکو اړوندو جرمونو او ۱۲ نور هم په نورو بېلابېلو جرمونو محکوم و.
دسرچینې د معلوماتو له مخې، له تېرو درې کالو راهیسې په ایران کې د افغانانو د اعدامېدو کچه زیاته شوې.
اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی، چې د تېر کال اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې تر اوسه د اسلامي ډلو له لوري۲۶ زره او ۳۶۰ توغندي د دوی پر هېواد توغول شوي دي.
د اسرائیل ۱۲ شبکې لیکلي، ، چې دا توغندي له لبنان، غزې، ایران او یمن څخه توغول شوي دي.
یادې رسنۍ د تلفاتو او اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر غزې د اسرائیل د برید له کبله تر څلوېښت زرو ډېر کسان وژل شوي، چې زیاته برخه یې مېرمنې او ماشومان دي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت یو وار بیا له افغان خبریالانو ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې افغان خبریالان د حقیقت په لټون له سخت تاوتریخوالي سره مخ دي.
یاد سفارت ویلي، “ازاد مطبوعات د عادلانه ټولنې بنسټ دی او موږ باید د هغو کسانو ساتنه وکړو چې خپل ژوند په خطر کې اچوي ترڅو کیسې روښانه کړي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د نومبر دویمه، د خبریالانو په وړاندې د جرمونو د معافیت د ختمولو نړیواله ورځ وه.
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی، چې منځني ختیځ ته یې B52بم غورځونکې او نورې جنګي جیټ الوتکې ورسېدلې.
تېره ورځ رویټرز راپور ورکړی وو، چې امریکا د ابراهیم بېړۍ پر ځای سیمې ته جنګي الوتکې لیږي.
دا کار وروسته تر هغې کېږي، چې ایران له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې خبر ورکړی.
د یادونې ده چې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی، چې پر اسراییل او یاهم منځني ختیځ کې د دوی پر وګړو د برید په صورت کې به دغه هېواد له ناوړه پایلو سره مخ شي.
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ یو وار بیا ویلي، چې د بریا په صورت کې به میلیونونه کډوال د امریکا له خاورې وباسي.
هغه دغه راز خبرداری ورکړی، چې د کاملا هرېس د بریا په صورت کې به د امریکا هر ښار د کډوالو او خطرناکو پناه غوښتونکو د استوګنې پر ځای بدل شي.
بل لورته کاملا هرېس ویلي، ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له بیا راګرځېدلو څخه ناوړه ګټه پورته کوي.
هغې ویلي، ټرمپ هغه کس دی، چې هره ورځ د غچ اخیستنې فکر ورسره دی.