سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 851

احسان الله احسان:نه پاکستان سره خواخوږي لرو؛ نه یې مړو ته شهیدان وایو او نه یې زخمیانو ته شفا غواړو

د پاکستاني طالبانو یا ټي‌ټي‌پي ویاند احسان الله احسان وایي، چې مونږ له پاکستان سره هېڅ ډول خواخوږي نه لرو.

احسان الله احسان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«مونږ ورسره نه خواخوږي لرو، نه ورته تسلیت وایو، نه یې شهیدان منو او نه ورته جنت الفردوس غواړو ځکه زياتره وژل شوي پوځیان وو، نه عام وګړي، زخمیانو ته یې شفا هم نه غواړو ځکه هغوی کې هم اکثریت د پوځ کارمندان دي»

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت پر دې پېښې ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

اسرائیل؛غزه کې په تازه بریدونو کې ۱۳ تنه وژلي

0

اسرائیل یو وار بیا د غزې پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

د غزې چارواکو ویلي، په وژل شویو کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یو برید د غزې د ختیځ تفاح ښار په یو ښوونځي کې شوی، چې خلکو په کې پناه اخیستې وه.

ویل کېږي، چې په وژل شویو کسانو کې دوه خبریالان، یوه امېندواره مېرمن او یو ماشوم وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت:روان میلادي کال هند سره مو د ۶۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې

د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې د افغانستان او هند ترمنځ د ۶۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، افغانستان دغه موده کې هند ته د ۴۴۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت وچ انځر، اینجه، ممیز، زعفران، شنه زیره او بادام صادر کړي دي.

په همدې حال کې بیا له هنده د ۲۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت بوره، صنعتي کارخونو لپاره خام توکي، او جامې واردې شوې دي.

د ټرمپ سلاکار:اوکراین باید وپوهېږي چې هلته د جګړې ختمول د قلمرو د بیرته اخیستلو په معنی نه دي

0

د امریکا د ولسمشر سلاکار برایان لانزا ویلي، اوکراین باید وپوهېږي، چې هلته د جګړې ختمول د قلمرو د بېرته اخېستلو په معنی نه دي.

د هغه په خبره، دا معلومه ده، چې دمګړی کریمیا د روسیې په اختیار کې ده او د ټرمپ لپاره لومړیتوب په اوکراین کې د مړینې مخنیوی دی، نه د کریمیا ټاپوزمه.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر هیله څرګنده کړې وه، چې ټرمپ یې لاسنیوی وکړي او روانه جګړه د دوی په ګټه پای ته ورسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:بلوچستان کې چاودنه په کلکو ټکو غندي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې چادونه غندلې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ددغې چاودنې د وژل شویو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بلوچستان په مرکز کوېټې کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايي، برید د دوی له لوري پر هغو تازه فارغو شویو پاکستاني پوځیانو شوی، چې د روزنیزې دورې د بشپړولو لپاره پنجاب ته روان وو.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي، چې برید پر پوځیانو نه؛ بلکې پر عامو وګړو شوی دی.

اسرائیل ټایمز:قطر راتلونکو لسو ورځو کې د حماس سیاسي دفتر تړي

0

اسرائیل ټایمز خبر ورکړی، چې قطر په راتلونکو لسو ورځو کې په خپل کور کې د حماس دفتر تړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر حماس ته ویلي، چې لس ورځې وخت لري، ترڅو خپل دفتر له قطر څخه وباسي.

بل لورته امریکايي رسنۍ سي ان ان هم ویلي، چې قطر د امریکايي چارواکو په خوښه دا کړنه ترسره کوي.

حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کوېټه؛د ځانمرګي برید له کبله ۲۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي

0

د بلوچستان په مرکز کوېټې کې د اورګاډي په یو تمځای کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي وايي، برید د دوی له لوري پر هغو تازه فارغو شویو پاکستاني پوځیانو شوی، چې د روزنیزې دورې د بشپړولو لپاره پنجاب ته روان وو.

بل لورته د پاکستان حکومت ویلي، چې برید پر پوځیانو نه؛ بلکې پر عامو وګړو شوی دی.

برېټانیې؛د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له کوزو او مقدونیې سره تړون لاسلیک کړی

0

لندن د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره له صربستان، شمالي مقدونیې او کوزوو سره یو تړون امضا کړی دی.

د برېټانیا لومړي وزیر کي‌یر سټارمر ویلي، چې برېټانیا د غیر قانوني کډوالو د مخنیوي لپاره هڅې کوي او دا تړون یې «د انساني قاچاق له جنایت کارې امپراتوري» سره مبارزه ګڼلې ده.

د یادونې ده، چې برېټانیا اوس مهال د غیر قانوني کډوالو له سختو جوپو سره مخ ده.

افغان کرکټ لوبډله؛نن له بنګله دېش سره د لوبې میدان ته ښکته کېږي

0

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن یو وار بیا له بنګله دېش سره سیالي لري.

دا سیالي د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ افغان لوبډلې په لوی توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې دا سیالۍ د افغانستان پر وخت دوه نیمې بجې پیل شي.

ویل کېږي، چې په دې سیالۍ کې رحمان الله ګربز د ټپونو له کبله نه شي لوبېدلای.

عباس عراقچي:اسرائیل ډېره هڅه وکړه چې ایران په سیمه کې لوی جنګ ته داخل کړي؛ خو دوی هوښیار دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، په تېر یوه کال کې اسرائیل ډېره هڅه وکړه، چې ایران په سیمه کې یو لوی جنګ ته ور داخل کړي؛ خو دا دوی و، چې په خپل تدبیر سره یې دا هرڅه مدیریت کړل.

عباس عراقچي له اشپیګل المانۍ رسنۍ سره خبرو کې ویلي، که اسرائیل جګړې ته دوام ورکړي؛ نو دوی به ورته حتما ځواب ووايي.

تر دې وړاندې هم ایراني چارواکو ویلي وو، چې که اسرائیل په سیمه کې جګړه بس کړي؛ نو دوی به ځواب ورنه کړي.