پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 843

د ټولنیزو رسنیو افغان کارونکي؛بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو حکومت له لوري تصدیق شوي وي

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر افغان کاروونکي وايي، بهرني هېوادونه ورسره هغه تحصیلي اسناد نه مني چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري تصدیق شوي وي.

دوی وايي، اوس مهال ګڼ شمېر هغه خلک چې غواړي بهر کې لوړې زدکړې وکړي، له دې ستونزې سره مخ دي.

یادو کسانو غوښتنه کړې چې دا موضوع باید په جدي ډول وڅېړل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو دوی وايي چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د تحصیلي اسنادو تصدیق په عادي ډول روان دی.

افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي؛نن شپه له تاجکستاني سیال سره لوبه ترسره کوي

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی عبدالکریم بدخشي نن شپه له خپل تاجکستاني سیال ایت‌الله مومنوف سره سیالي کوي.

عبدالکریم ۲۶ کاله او سیال یې ۲۳ کاله عمر لري، چې تر اوسه یې دولس سیالۍ ګټلې او څلور نور یې بایللې دي.

دا سیالۍ د “اې سي اې” سازمان په کوربه‌توب په مسکو کې ترسره کېږي.

خیبر پښتونخوا کې؛د ام پوکس ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوي

0

خیبر پښتونخوا کې د ام‌پوکس ناروغۍ درې نوې پېښې ثبت شوې دي.

د خیبر پښتونخوا چارواکو ویلي، چې دا کسان څه موده وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه راستانه شوي وو.

تر دې وړاندې پاکستان کې یوه ښځه پر دغې ناروغۍ اخته شوې وه.

دا یوه خطرناکه ناروغي ده چې اوس د روغتیا نړۍوال سازمان د نړۍ په کچه د دغې ناروغۍ له کبله د بېړنی روغتیايي وضعیت اعلان کړی دی.

د دغه سازمان مسوولینو د یادې ناروغۍ لپاره د واکسین د جوړونې په موخه د یوه کاري پروګرام له جوړولو هم خبر ورکړی دی.

دوی زیاتوي، د روغتیا نړۍوال سازمان د یادې ناروغۍ د راکابو کولو لپاره د واکسین د تولید لپاره د واکسینونو له تولیدي شرکتونو سره اړیکې ټینګې کړې دي.

ډونالډ ټرمپ؛له نتنیاهو غوښتي چې غزه کې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي

0

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له نتنیاهو یې غوښتي چې غزه کې جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي.

هغه د جمعې په ورځ یوې غونډې ته ویلي، چې نتنیاهو پوهېږي څه وکړي؛ خو ژر تر ژره باید دا جګړه تمامه کړي.

بایډن تېره میاشت امریکا ته سفر کړی و، چې له یو شمېر چارواکو سره یې کتلي وو.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم غزه کې له جګړې سره مخالفت څرګند کړی و.

که څه هم تر اوسه اسرائیل په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې زیاته کړې چې غزه کې به د حماس تر له منځه وړلو پورې جګړه کوي.

کاناډا کې افغان کډوال:د بهرنیو هېوادونو د ښکاره او پټو جوړجاړیو نتیجه کې واک طالبانو ته ورکړل شو

کاناډا کې افغان کډوال وایي چې د اګست پنځلسمه د افغانانو لپاره یوه توره تاریخي ورځ ده.

دوی د کاناډا پارلمان مخې ته په یو اعتراضیه غونډه کې ویلي چې د بهرنیو هیوادونو د ښکاره اوپټو جوړجاړیو ، استخباراتي همکاریو او له پخوا تنظیم شویو پلانونو په نتیجه کې د افغانستان منتخب جمهوري نظام سقوط وکړ او طالب جنګیالیو ته د وسلې په زور په کابل کې د دولتي ادارو د تسخیر لاره هواره شوه.

دوی افغانستان کې روان وضعیت د دوحې د تړون پایله بللې ده.

دوی په یو صادر کړي پرېکړه لیک کې ویلي:”په تېرو دریو کلونو کې طالب جنګیالیو د هیواد په سیاسي حاکمیت او همدا راز په ټولو دولتي ادارو کې خپل انحصار وغزاوه، د پخواني حاکمیت مامورین، افسران، د ښځو او مدني ټولنو فعالان او ملت‌پال شخصیتونه یې د غچ اخیستنې په انګیزه په شکنجو، زندانونو او مرګونو وځورول، ښځې یې چې د هیواد نیم نفوس جوړوي، له خپلو اساسي حقونو لکه زده کړو او کار څخه محرومې کړې او په ټوله کې افغان ملت د خپل برخلیک د ټاکلو له حق څخه او له هغو آزادیو او حقوقو څخه بې برخې شو چې د اوږدې مودې مبارزې په ترڅ کې یې ترلاسه کړې ؤ.”

یادو لاریون کوونکو افغانستان کې د طالبانو غیر مشروع واکمني غندلې او له نړۍ یې غوښتي چې د افغانستان مسئلې ته جدي پام وکړي.

هند کې؛زرګونه مېرمنو پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري له کبله لاریون کړی

0

کلکته کې زرګونو هندۍ مېرمنو لاریون کړی.

دوی دا لاریون تېره اوونۍ د کلکتې ښار په یو دولتي روغتون کې پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري له کبله کړی.

لاریون کوونکو ښځو د یادې مېرمنې لپاره د عدالت غوښتنه کړې.

یادو ښځو زیاته کړې، دغه تیری په ډاګه کوي چې هند کې څومره مېرمنې په کار ځای کې له جنسي ځورونې سره مخ دي.

کاناډا؛د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې زنداني دي

د کاناډا د بهرنیو چارو، نړیوالې پراختیا او کډوالو چارو وزیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د افغان نجونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

دوی ویلي، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې پر خپلو کورنو کې زنداني دي.

یادو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د امنیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې.

اعلامیه کې راغلي چې افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالې شوې، چې سیمې او نړۍ ته لوی خطر دی.

دوی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د اسد ۲۴مه واک ته د طالبانو د رسېدو درېیمه کالیزه وه او طالبان لا هم د نجونو د زده کړو موضوع کورنۍ مسئله بولي او د ترهګرو ډلو شتون ردوي.

عبدالمتین قانع:د حمید جلال د پېښې عامل ونېول شو

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع ویلي، چې د حمید جلال (پښتون) د پېښې عامل نیول شوی دی.

قانع داسې مهال دا خبره کوي چې ټولنیزو رسنیو کې د حمید جلال عکسونه ډېر لاس په لاس شول او ډېری خلکو دا پوښتنه کړې وه چې د جلال قاتل نه به څوک پوښتنه وکړي.

د یادونې ده چې حمید جلال تېره ورځ د کابل په کارته نو سیمه کې د طالب سرتېرو له لوري یې پر موټر ډزې شوي او وژل شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي وایي چې په حمید جلال ددې لپاره طالب سرتېرو ډزې وکړې چې د دوی له موټریز کاروان یې خپل موټر مخکې کړی و.

سپنتا:افغانستان کې باید د طالبانو پر وړاندې یو موټی شو

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزارت پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا ویلي، افغانستان کې باید د طالبانو پر وړاندې یو موټی شو.

هغه ویلي، د طالبانو پر وړاندې له یو والي پرته بله حل لاره نشته.

د سپنتا په خبره، افغانستان اوس مهال له بشري تمدن څخه په چټکتیا لرې کېږي.

د یادونې ده چې د طالبانو درې کلنه واکمني تر دې وړاندې هم ګڼو سیاسیونو د افغانستان لپاره توره دوره بللې ده.

اجمل عمر شینواری:د اګسټ ۱۵مه هغه دوښمن ته تسلیمي ده، چې دوی ورته د خپل هېوادوال په سترګه کتل

د جمهوري حکومت د وسله وال پوځ پخواني ویاند اجمل عمر شینواري ویلي، چې د اګست پنځلسمه هغه دوښمن ته لاس تړلې تسلیمي ده چې دوی ورته د خپل هېوادوال په سترګه کتل.

د عمر په خبره، جبري مهاجرتونه، رواني شکنجې، له دغې ورځې راهیسې پیل شوې.

نوموړي ویلي، که د افغانستان ستونزه خلکو سره له تعامل پرته حل شوه؛ نو طالبان به بیا افغانستان کې د پښو ځای ونه لري.

ښاغلی شینواری دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو حکومت وایي له هیڅ لوري سره خبرو ته چمتو نه دي.

تازه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ویلي چې دوی پر ټول افغانستان حاکمان دي او هیڅ ټول ټاکنې به هم ونه کړي.

د یادونې ده چې د اګست پنځلسمه واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو له درېیمې کالیزې سره برابره ده، چې ډېرو سیاسیونو یوه توره ورځ بللې.