دوشنبه, جون 15, 2026
Home Blog Page 843

افغانستان کې محرمو مالوماتو ته د پاکستان لاسرسی؛استخباراتي رسنۍ یې د هند قونسلګري د ټپي شوي افغان ژباړن تصویر او پاسپورت انځور خپور کړی

د پاکستان استخباراتو پوري تړلي ټویټر حساب” مارخور” جلال اباد کې د هند قونسلګري د ټپي شوي افغان کارکوونکي عبدالودود عکسونه خپاره کړي.

دوی د عبدالودود د پاسپورت تصویرونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې نوموړی د هند استخباراتو مهم غړی و او پاکستان کې یې ورانکارې کړنې ترسره کولې.

دوی ویلي، د ۲۰۲۱ کال له سیاسي تحوول وروسته نوموړی د “را” یا د هند استخباراتو سره وو، چې اوس یې بېرته سفارت کې دنده پیل کړې وه.

په ورته وخت کې پاکستان کې پخواني افغان مرستیال سفیر شمس زردشت اندېښنه څرګنده کړې چې ښایي پاکستان د افغانستان محرمو اسنادو ته لاسرسی موندلی وي.

نوموړي ویلي، دغه ډول تصویرونه هوایي ډګرونو کې اخیستل کېږي چې تر ډېره محرم وي.

بلوڅ:افغانستان کې په هوایي بریدونو کې مو ترهګرې ډلې په نښه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ومنله چې افغانستان کې یې بریدونه کړي.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې دا بریدونه یې په تروریستي ډلو ترسره کړي.

هغې د ځای له نوم اخیستلو پرته وویل، چې فرضي کرښې ته نږدې یې د افغانستان په سیمو کې پر ترهګرو بریدونه کړي.

د بلوڅ په وینا، پاکستان دا بریدونه د خپلو خلکو او پاکستان پر وړاندې د امنیتي ګواښونو کمېدو لپاره ترسره کړي.

د یادونې ده چې تېره شپه د پاکستان جیټ الوتکو د پکتیکا برمل ولسوالي کې د عامو خلکو کورونه بمبار کړل، ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

سپنتا:هر هېواد چې له مشروع حکومت بې برخې وي، نړۍ یې غږ نه اوري

د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادپر سپنتا ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه او د عامو خلکو وژل د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض دی.

هغه ویلي، پاکستان باید وپوهیږي چې خپل کرل به وریبي.

نوموړی زیاتوي، هر هېواد چې له مشروع حکومت بې برخي وي، نړۍ یې غږ نه اوري.

امیرخان متقي:افغانان پر خپلې خاورې تېری نه هیروي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان برید ته په غبرګون کې ویلي چې افغانان په خپله خاوره تېری نه هیروي.

متقي ویلي، پاکستان باید له دوی سره غوره مسؤلانه تګلاره غوره کړي.

متقي دغه راز زیاته کړې، چې پاکستان کوم د ننګ کار نه دی کړی، فقط یو څو ښځې او ماشومان یې شهیدان کړل.

د یادونې ده چې د برید سیمې ته نن د طالبانو د قومونو او قبایلو چارو او دفاع سرپرست وزیران هم ورغلي دي.

غزه؛د اسرائیلو تازه بریدونو کې پنځه خبریالان وژل شوي

0

غزه کې یو وار بیا د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې پنځه خبریالان وژل شوي.

دا بریدونه نن شوي چې د پنځو خبریالانو په شمول پکې لس تنه وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

وژل شوي خبریالان د القدس الیوم ټلویزون کارکوونکي وو.

اسرائیلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د جدي شپږمه؛پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ورځ

نن د جدي شپږمه؛ پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له ورځې سره برابره ده.

شوروي اتحاد د جدي په ۶مه په افغانستان یرغل راوړ او دلته د حفیظ الله امین واکمني نسکوره شوه.

د شوروي اتحاد پر وړاندې افغانانو جهاد پیل او د نږدې دوو میلیونو شهیدانو په ورکولو سره یې بېرته خپلواکي واخیسته.

د چارو شنونکي وایي، د شورویانو تر ماتې وروسته د مجاهدینو خپل منځي اختلاف افغانستان یوې بلې لویې ستونزې سره مخ کړ او یو لوی فرصت یې له لاسه ورکړ.

د دغې ورځې په مناسبت طالبانو هم په یو خپرې کړې اعلامیه کې د افغانانو مېړانه ستایلې او د شوروي یرغل یې غندلی دی.

سوریه؛د شام التحریر د کلکو امنیتي تدابیرو تر سیوري لاندې عیسویانو خپل کرسمس ولمانځه

0

د سوریې نوي حکومت په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو ته د اجازې تر څنګ د دغو مراسمو کلک امنیتي تدابیر هم ټینګ کړي وو.

د سوریې عیسویان په دغه هېواد کې د کرسمس لمانځلو لپاره ډلې ډلې ځانګړو کلیساګانو ته راټول شوي وو.

سره له دې چې شام التحریر یوه مذهبي جنګي ډله وه؛ خو د واک ترلاسه کولو وروسته یې خپل سیاست بدل او خلکو ته یې هر ډول ازادي ورکړه.

رویټرز:سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې د تحریرالشام ۱۴ تنه وژل شوي

0

رویټرز خبري اژانس ویلي، چې سوریه کې د مخالفو وسله والو په برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا برید د بشار الاسد واکمني ته د ژمنو کسانو له لوري شوی.

دا برید د سوریې په طرطوس سیمه کې شوی.

بل لورته د سوریې نوي حکومت هم د دغه برید پخلی کړی.

د سوریې د نوي حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دوی پر ځواکونو دا ډول لوی برید ترسره کېږي.

د اسرائیل لوی درستیز:پر ایران هر ډول برید ته چمتو یو

0

د اسرائیل لوی درستیز وایي، دوی پر ایران او د یاد هېواد پر نیابتي ډلو هر ډول برید ته چمتو دي.

هرزي هالوی ویلي، چمتو دي چې ایران ته هر ډول ځواب ووایي.

د هغه په خبره، ایران او نیابتي ډلې یې باید پوه شي چې د اسرائیل امنیت ګواښوونکو ته به جدي ځواب ورکړي.

مولوي کبیر:د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوو

په داسې حال کې چې پر پکتیکا د پاکستان برید ته لاهم کوم فزیکي غبرګون نه دی ښودل شوی؛ خو د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي کبیر وایي، چې دوی د افغانانو دفاع کې ځنډ نه کوي.

مولوي کبیر کابل کې د محصلینو فراغت غونډې ته ویلي، چې دوی د هیچا فرمایش نه مني.

هغه زیاته کړې، افغانستان کې هیڅ وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

عبدالکبیر ویلي، پر افغانستان ناسم تورونه لګول اړیکې خرابوي او تاوتریخوالی رامنځته کوي.