د خيبرپښتونخوا د بنو ضلعې په داود شاه سيمه کې نامعلومو وسله والو يو پوليس په ډزو وژلى دى.
سرچینې وایي، چې هغه سخت ټپي شوی و او روغتون ته په لاره کې د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
تر اوسه ددې پېښې مسولیت کوم چا نه دی منلی.
د خيبرپښتونخوا د بنو ضلعې په داود شاه سيمه کې نامعلومو وسله والو يو پوليس په ډزو وژلى دى.
سرچینې وایي، چې هغه سخت ټپي شوی و او روغتون ته په لاره کې د ټپونو له امله یې ساه ورکړه.
تر اوسه ددې پېښې مسولیت کوم چا نه دی منلی.
د فرانس پرس خبري آژانس راپور ورکړی چې د المان او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران د سوریې پلازمېنې دمشق ته تللي دي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفر موخه له سوریې سره مرسته کول دي، تر څو دغه هېواد یو ځل بیا د یو فعال هېواد په توګه پر خپل قلمرو بشپړ کنټرول ولري.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالینا باربوک، د دمشق سفر او د سوریې د موقت حکومت له چارواکو سره د لیدو په اړه وویل، چې د تحریر الشام ځواکونو په اړه د بدبینۍ سربېره، دوی باید د سوریې خلکو سره د ملاتړ لپاره دا مهم فرصت له لاسه ورنه کړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو، او انالینا باربوک به د اروپايي اتحادیې په استازیتوب د سوریې د موقت حکومت له مشر، احمد الشرع، سره وویني.
یو شمېر سرچینې وايي، چې تېره شپه د خوست په علي شېرو ولسوالۍ په ډبګي سيمه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې.
ویل کېږي دا نښته د شپې شاوخوا یوه نیمه بجه د پاکستان له لوري افغان خاورې ته د توغندیو په توغولو پیل شوه.
ویل کېږي چې دغې نښتې د سهار تر پنځو بجو دوام کړی او د دواړو لوریو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.
دغې نښتې د سیمې ګڼې کورنۍ هم د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
غزه کې اسراییلو په تازه بریدونو کې ۶۸ فلسطینیان وژلي دي.
رویټر خبري اژانس ویلي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې پر المواسي سیمه چې، د بشري مرستو د وېش سیمه وه، برید کې د غزې د پولیسو مشر محمد صلاح او د هغه مرستیال حسام شاهوان هم وژلي دي.
بل لورته اسراییلي ځواکونو ویلي، چې حسام شاهوان یې د برید موخه و.
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا په نیو اورلینز کې د نوي کال لمانځلو پر خلکو برید په کلکه غندلی.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې خپله ژوره خواخوږي د قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوم.
کرزي دغه راز د امریکا خلکو ته د نوي کال مبارکي ویلې.
د یادونې ده چې نیو اورلینز کې تېره ورځ د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په خوست ولایت کې د دې کال لومړنی ماشوم زېږېدلی دی.
دغه سازمان په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا ماشوم نجلۍ ده او نوم یې «شبانه» دی.
یاد سازمان ویلي، چې دا ماشوم د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سهار په ۱۲:۰۶ بجو زېږېدلی دی.
بې پولې ډاکټرانو ویلي، چې شبانه د مور او پلار لومړنۍ ماشومه ده او د مور روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې هم په افغانستان کې لومړنی ماشوم په خوست ولایت کې زیږیدلی و.
د اسراییلو پوځ د لومړي ځل لپاره ویلي، چې د غزې د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه د دوی شاوخوا ۹۰۰ پوځیان وژل شوي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې په جګړه کې د دوی ۸۹۱ عسکر وژل شوي.
بل لورته الجزیرې ویلي، چې د شاوخوا ۹۰۰ اسراییلو وژل کېدل په تېرو لسو کلونو کې ډېر لوړ شمېر دی.
د یادونې ده چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې له پیل راهیسې شاوخوا ۴۸ زره فلسطینیان وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د سختو واورو او ورښتونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې سبا جمعه او بله ورځ په کندهار، زابل، اروزګان، غور، سرپل، بامیان، دایکندي، پکتیکا، غزني، پکتیا، خوست، لوګر، میدان وردګ، سمنګان، بلخ، کندز، بغلان، پروان، کابل، پنجشیر، نورستان، تخار، بدخشان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان او کونړ کې د ورښتونو وړاندوینه کړې ده.
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د واورې اندازه له ۱۰ تر ۴۰ سانتي مترو او د باران اندازه به له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.
یادې ادارې د هېواد په شمال ختیځو او مرکزي ولایتونو کې په ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومترو په سرعت د تېزو بادونو د چلېدو خبرداری هم ورکړی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکو د غالیو شرکت اوبدلو پر کارخونو کې د ښځینه وو پر کار بندیز لګولی.
د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې دا بندیز درې ورځې وړاندې لګول شوی دی.
یادو سرچینو ویلي، چې طالب چارواکو د کارخونو مسؤلینو ته ویلي، چې ښځینه کارکوونکې نورې کارته پرېنږدي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په غیر دولتي مؤسسو کې هم د ښځو پر کار بندیز ولګېد.
د طالبانو حکومت د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستۍ څرګندونې رد کړې.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې ګواکې مولوي یعقوب مجاهد د ډېورنډ فرضي کرښې له څېرمه سیمو د ټيټيپي د لیرې کولو لپاره له پاکستانه د پېسو غوښتنه کړې ده.
فطرت ویلي، چې د تاسف ځای دی چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.
د یادونې ده چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تېره ورځ ویلي وو، چې، ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته د نوموړي د سفر پر مهال مولوي محمد یعقوب مجاهد د افغانستان لویدیځ ته د ټيټيپي د لېږد لپاره له پاکستانه لس میلیارده پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې.