پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 837

المان کې؛یو بریدګر درې تنه وژلي او څو نور یې ټپیان کړي دي

0

د المان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د امر باالمعروف وزارت نوی قانون د ښځو پر وړاندې د سل صفحې نفرت په نوم نومولی.

انالینا بایر بوک ویلي، دا قانون بیانوي چې طالبان په دغه قانون سره له نړۍ سره تعامل نه غواړي.

هغې دا قانون غیر انساني بللی.

د بایر بوک په خبره، دغه قانون سره د افغان ښځو غږ نور هم چوپ شو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت په نوي قانون کې راغلي چې مېرمنې باید حجاب وکړي، مخونه پټ کړي، له محرم پرته سفر نشي کولای او غږ یې هم عورت بلل شوی.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو خلکو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

د المان د بهرنیو چارو وزیره:د طالبانو نوی قانون غیر انساني دی

د المان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو حکومت د امر باالمعروف وزارت نوی قانون د ښځو پر وړاندې د سل صفحې نفرت په نوم نومولی.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایر بوک ویلي، دا قانون بیانوي چې طالبان په دغه قانون سره له نړۍ سره تعامل نه غواړي.

هغې دا قانون غیر انساني بللی.

د بایر بوک په خبره، دغه قانون سره د افغان ښځو غږ نور هم چوپ شو.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امرباالمعروف وزارت په نوي قانون کې راغلي چې مېرمنې باید حجاب وکړي، مخونه پټ کړي، له محرم پرته سفر نشي کولای او غږ یې هم عورت بلل شوی.

د طالبانو حکومت دغه قانون د ګڼو خلکو او سازمانونو غبرګونونه را پارولي.

شهرزاد اکبر:خلک له لوږې مري؛ خو طالبان د خلکو ږیرې اندازه کوي

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، د طالبانو د امر بالمعروف کسان د دې ښکارندوي کوي چې دا ډول کارونه د دوی «ناروغ لیدلوری» او ښکاره ضعف دی.

شهرزاد اکبر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، خلک له لوږې، د برېښنا له نشتوالي او د درملو له نشتوالي مري، خو طالبان د حجاب او ږيرې د اندازه کولو په لټه کې دي.

اکبر ویلي چې د طالبانو د مشر له خوا نوی نافذ شوی قانون ښځې محوه کوي او له انساني کرامت څخه یې محروموي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله اخندزاده د امر بالمعروف لپاره نوی قانون توشیح کړی دی.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت زیاته کړې، چې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې تصویب شوی او په رسمي جریده کې خپور شوی او د تطبیق وړ دی.

د طالبانو حکومت په دغه قانون کې د ښځو مخ او غږ د “عورت” په توګه ګڼلی او د نا محرم په مخ کې یې مخ ښکاره کول جرم بللی دی.

د طالبانو حکومت دغه قانون په ټولنیزو شبکو کې ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

نبیل:طالبانو په افغانستان کې یو ظالم او فاسد رژیم تحمیل کړی دی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي چې طالبانو د دین او زور څخه په ناوړه ګټه اخیستلو سره، په افغانستان کې یو ظالم او فاسد رژیم تحمیل کړی دی او د اسلامي تعلیماتو څخه یې د خپلې واکمنۍ د ټینګښت لپاره وسیله جوړه کړې ده.

نبیل په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا شومه اړیکه چې د دین، دربار او استبداد تر منځ جوړه شوې، نه یوازې اسلام تحریف کړی، بلکې د خلکو ایمان یې هم کمزوری کړی دی.

هغه ویلي:”رښتینو عالمانو؛ اوس ستاسو تاریخي دنده ده چې دا دوکه او چل افشا کړئ.”

نوموړي زیاته کړې چې په ولسواکو نظامونو کې، د څو ناوړه چارواکو فساد او د واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه په کلکه غندل کېږي او خلک یې په وړاندې غبرګون ښيي؛ خو نن، طالبان د دین په نامه پراخ فساد خپروي او بنسټیز کوي.

هغه همدا راز پوښتنه کړې: “آیا وخت نه دی رارسېدلی چې تاسې، رښتینی عالمان، پوښتنه وکړئ: دا فساد د څه شی نتیجه ده؟ آیا دا د هغو کسانو د ناسم عملونو پایله ده چې د دین په نوم حکومت کوي، که په تفسیرونو او برداشتونو کې باید بیا کتنه وشي؟”

نبیل دغه راز دیني عالمانو باندې غږ کړی چې دا ستاسو مسؤلیت دی چې دین اسلام د دغو ناوړه ګټه اخیستونکو څخه وژغورئ.

د هغه په وینا، طالبان به ژر یا وروسته له منځه ولاړ شي، خو که تاسو په دې لار کې چوپ پاتې شئ، کېدای شي دین ته داسې زیان ورسوي چې جبران یې ناشونی وي.

د نوموړي په خبره، که نن تاسو، رښتینو عالمانو، په دې فساد او انحراف باندې چوپتیا غوره کړئ، سبا به تاسو نور حق ونه لرئ چې څوک د دین دښمنۍ په نوم ملامت او سپکاوی یې کړئ.

پنجاب کې پر پاکستاني پوځیانو برید؛۱۲ تنه پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي

0

پنجاب کې د پاکستان پر پوځیانو د برید له کبله ۱۲ تنه وژل شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، برید د غلو یو ډلې له لوري د پنجاب په رحیم یار خان سیمه کې شوی.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، په دغه برید کې شپږ پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا حمله غندلې او دا یې یوه تروریستي پېښه بللې ده.

د امنیتي ګواښونو له کبله؛ټرمپ له یوې رسنۍ سره مرکه نیمایي کې پرېښې

0

د امریکا پخوانی ولسمشر او په راتلونکو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ چې په ټاکنیز کمپاین کې د ګډون لپاره د مکسیکو پولې ته څېرمه سویلي اریزونا ته تللی او هلته له “نیوز نیشن” سره د امنیتي ګواښونو له کبله یې مرکه په نیمه کې پرېښې.

اسوشیېټډ پرېس راپور ورکړی، چې اریزونا په سویل کې چارواکو د رونالډ لی سیروډ په نوم یو ۶۶ کلن سړی په ټولنیزو شبکو کې د داسې موادو خپرولو په تور نیولی چې ډونالډ ټرمپ ته یې د وژلو ګواښ کړی و.

مشکوک کس د اریزونا ایالت د بنسن اوسېدونکی و.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم پر ټرمپ برید شوی دی.

د ترکيې د علماوو يو پلاوى کابل ته راغلى

د طالبانو دپوهنې وزارت ویلي چې د ترکیې د علماوو یو پلاوی کابل ته راغلی.

یاد پلاوي د پوهنې وزارت له سرپرست حبيب الله اغا سره يې کتلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د تاریخي مشترکاتو، د افغانستان د ښوونیز نظام پر پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو پر اهمیت خبرې شوې دي.

احمد ضیاءسراج:د دوحې تړون د جمهوریت د سقوط اصلي علت وو

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس احمدضیا سراج ویلي، چې د پخواني حکومت د سقوط اصلي لامل د دوحې تړون وو.

هغه په دې لیکنه ویلي، په تېرو درې کالو کې د جمهوریت د سقوط عوامل ارزول شوي، چې د دوحې تړون یې تر ټولو مهم لامل بلل شوی.

د سولې په خبرو کې د افغان حکومت منزوي کول، په پوځي سکتورونو د مرستو کمول، د قراردادونو ځنډول، د پوځ مرال کمزوری کول د جمهوریت د سقوط نور هغه عوامل دي چې یاد شوي دي.

دغه راز د افغانستان په اړه د امریکا مبهمه اراده، د پنځه زره طالب بندیانو خوشې کول هم د جمهوریت د سقوط عواملو کې شامل دي.

سراج دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم د دوحې تړون له طالبانو سره یو معامله او د جمهوریت د ړنګېدو اصلي علت بلل شوی دی.

پوتین:اوکراین د دوی پر اټومي انرژۍ د برید هڅه کوله

0

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دولتی غونډه کې پر اوکراین تور ولګاوه چې هڅه کوي د اټومي انرژۍ پر فابریکې برید وکړي.

هغه ویلي چې دښمن هڅه وکړه چې د شپې په اوږدو کې د اټومي انرژۍ په فابریکه برید وکړي؛ خو دوی په دې اړه معلومات تر لاسه کړي وو.

پوتین په دې اړه کوم ثبوت یا شواهد وړاندې نه کړل.

بل لورته اوکراین هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو د څار سازمان؛پر بنټ بندیز د شرم وړ پرېکړه ده

د بشري حقونو د څار سازمان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي پر سفر بندیز د شرم وړ بللی دی.

د یاد سازمان د د اسیايي څانګې مشر آلين پیيرسون پر اېکس یوه لیکنه کې ویلي چې د بشري حقونو په اړه د طالبانو «بشپړ بې پامۍ» ته په کتو دا پرېکړه د حیرانتیا وړ نه ده.

هغه ویلي، دا چاره به په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په اړه د ملګرو ملتونو هوډ لا پیاوړی کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ریچارد بېنېټ د دوی پر ضد تبلیغات کول او په وینا یې باور پرې نه شي کولی.

هغه زياته کړې چې ریچارډ بېنېټ کوچنۍ موضوع ستروله او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

ریچارډ بېنېټ په خپلو رپوټونو کې افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او مېرمنو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه ملګرو ملتونو ته معلومات وړاندې کول.