پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 829

بشار اسد:ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهېږي

0

دسوریې ولسمشر بشار اسد ویلي، چې ترهګر یوازې د زور او ځواک په ژبه پوهیږي.

بشار اسد نن د ابخازیا سیمې له سرپرست سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې ترهګر یوازې د زور په ژبه پوهیږي او دا هغه ژبه ده چې موږ به دوی پرې له منځه یوسو.

نوموړي زیاته کړې چې ترهګر د ملت او بنسټونو استازیتوب نه کوي او نه یې کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تحریر الشام وسله والې ډلې لخوا ددغه هېواد په ګڼو سیمو کې جګړه روانه ده او تر اوسه له ۵ سوو ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو ۳ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې ‏۳ طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دوی ډلې د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې پر طالب سرتېرو برید کړی چې له امله یې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

عباس عراقچي:امریکا د سوریې په ناکرارۍ او جهادي ډلو په ملاتړ کې ښکېله ده

0

ایران وایي، سوریه کې د روانو کړکېچونو له کبله د سوریې حکومت پرېکنده ملاتړ کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چې نن یکشنبه پلازمینې دمشق ته ورسید، خبریالانو ته وویل چې داسرائیل او”تروریستي ډلو” ترمنځ هیڅ توپیر نشته.

هغه هیله څرګنده کړې، چې د سوریې حکومت یو وار بیا د تروریستي ډلو پر وړاندې بیا بریا تر لاسه کړي.

د عراقچي په خبره، سیمه له یوې نوې توطیې سره مخ ده او په سوریه کې روان کړکیچ د همدې توطیې برخه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر امریکا د سوریې په ناکرارۍ کې ښکیله وبلله.

پاکستان؛کورمه کې د وروستیو جګړو له کبله ۱۳۰ تنه وژل شوي دي

0

په کورمه کې د وروسیتیو مذهبي جګړو له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۰ تنو ته رسېدلی دی.

د پاکستان پولیسو ویلي، چې په تازه نښتو کې شپږ تنه نور هم وژل شوي دي.

په دغو نښو کې د ټپیانو شمېر بیا ۱۸۶ تنو ته رسېږي.

د دغې جګړې له کبله د پېښور- پاړه چینار او خرلاڅې لارې هم تړل شوې دي.

د یادونې ده، چې دا جګړې له څو اوونیو راهیسې پیل شوې دي.

اصف درانی:سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي اصف دراني د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت لپاره تر ټولو لوی ګواښ بللی.

نوموړي پاکستان کې یوې غونډې ته په افغانستان کې د ټي ټي په اړه د خبرو پر مهال ویلي، چې ښايي سراج الدین حقاني د طالبانو د رژیم لپاره تر دې نور هم خطرناک شي.

هغه په دې اړه هیڅ علت نه دی څرګند کړی.

د یادونې ده، چې سراج الدین حقاني په طالبانو کې د نفوذ لرونکې څېرې په توګه پېژندل کېږي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې اداره؛په یوه بورۍ اوړو او بشري مرستو د اقلیم بدلون مخنیوی نه شي کېدلای

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي، د کاپ ۲۹ ناستې په څنډه کې یې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره کتلي او په افغانتسان کې د اقلیم بدلون له کبله د زیانونو د مخنیوي په تړاو یې ورسره خبرې کړې.

د یادې ادراې مشر مطیع الحق خالص نن یو خبري کنفرانس ته ویلي، نړیوالو د طالبانو له راتګ وروسته د چاپیریال ساتنې په برخه کې ۳۰ پروژې ځنډولې، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه ویلي، افغانستان کې د اقلیم بدلون مخنیوی په یوه بورۍ اوړو نه کېږي، بلکې بنسټیزې پروژې باید عملي او انکشافي برخو کې باید مرستې وشي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د کاپ۲۹ ناسته ترسره شوه، چې طالب استازو هم په کې برخه اخیستې وه.

اېکنامیک ټایمز:افغانستان د لوړ خطر لرونکو هېوادونو په سر کې دی

اېکنامیک ټایمز ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې افغانستان د لسو هغو هېوادونو په قطار کې شامل دی، چې د خطر کچه په کې لوړه ده.

که څه هم راپور کې یو شمېر نور هېوادونه هم یاد شوي؛ خو ویل شوي چې افغانستان تر ټولو خطرناک هېواد دی او سیلانیان باید هلته سفر ونه کړي.

د افغانستان ترڅنګ یمن، سوریه، جنوبي سوډان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، روسیه، اوکراین، سومالیا، سوډان او عراق په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ د «لوړ خطر» لرونکي هېوادونو په ډله کې شامل هېوادونه دي.

روسیه:سوریه کې د تحریر شام په مرکزونو برید کې یې ددغې ډلې ۳۰۰ جنګیالي وژلي

0

سوریه کې د روسیې د پخلاینې مرکز مرستیال، اولګ ایګناسیوک ویلي، چې د تحریر شام په مرکزونو یې په بریدونو کې د یادې ډلې۳۰۰ جنګیالي وژلي.

ټاس خبري اژانس د اولګ ایګناسیوک په حواله لیکلي چې، له دغه بریدونو یې موخه په سوریايي ځواکونو د بریدونو مخنیوی دی.

تر دې وړاندې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي و چې، دغه هېواد کې په تېرو درېیو ورځو جګړه کې نږدې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

ټرمپ:که د بریکس سازمان په ډالرو راکړه ورکړه ونه کړي؛ نو تعرفه به پرې لوړه کړي

0

د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، که د بریکس سازمان غړي په ډالرو راکړه ورکړه کمه کړي؛ نو تعرفه به ورباندې لوړه کړي.

نوموړي ویلي، د بریکس سازمان باید کلکه ژمنه وکړي، چې له ډالرو پرته په بل پولي واحد راکړه ورکړه نه کوي.

نوموړی دا څرګندنې داسې مهال کوي، چې ښايي بریکس سازمان راتلونکي کې خپل پولي واحد جوړ کړي.

د یاد سازمان غړو هېوادونو تېره میاشت هم په دې اړه خبرې کړې وې.

خیبر پښتونخوا؛وسله والو دوه پاکستاني پولیس وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي

0

خیبر پښتونخوا کې په دوو امنیتي پېښو کې دوه پاکستاني پولیس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

یادې پېښې په لکي مروت او خیبر ایجنسي کې رامنځته شوې دي.

په وژل شویو کسانو کې یو یې پولیس افسر دی.

ټپیان شوي کسان د درملنې لپاره پېښور ته وړل شوي.

تر اوسه د دغو بریدونو مسؤلیت چا نه دی منلی.