شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 824

له څه باندې ۳۶ میاشتو وروسته؛لاهم افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي

له شپږ دېرش میاشتو زیاته موده وشوه چې د له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

سره له دې چې د طالبانو حکومت وایي، ښوونځي یې تر امر ثاني پورې تړلي؛ خو ۱۰۸۵ ورځې وشوې، چې په دې اړه دویم امر نه دی شوی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې په دې اړه د علماوو تحقیق روان دی، که روا وې دوی به هم اجازه ورکړي او که روا نه وې؛ نو همداسې به تړلي وي.

د ندیم دغو څرګندونو په کور دننه او بهر د ګڼو علماوو او خلکو غبرګونونه را وپارول.

کرزي؛افغانستان کې د پولیو زیاتوالي په اړه د روغتیا نړیوال سازمان راپور د اندېښنې وړ بللی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د روغتیا نړیوال سازمان پر هغه راپور اندېښنه ښودلې چې ویلي وو، افغانستان کې د پولیو ناروغي زیاته شوې.

هغه د طالبانو له حکومت غوښتي چې په دې اړه جدي هڅې وکړي.

هغه د دغو ناروغیو اصلي علت د ناروغیو زیاتوالی بللی او د طالبانو په حکومت یې غږ کړی چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

بل لورته کرزي د رسنیو د راپورونو پر اساس لیکلي چې د هېواد په ځینو سیمو کې کور په کور واکسین هم منعه شوي.

د المپیک اداره؛تېر کال کې مو ورزشکارانو ۹۲ مډاله ګټلي

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د المپیک د بدني روزنې او ورزش کمېټې مسوولینو نن د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر یو کال کې یې د افغان ورزشکارانو پر مټ ۹۲ بېلابېل مډالونه ګټلي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په دغو مډالونو کې ۲۲ د سرو زرو، ۳۰ د سپینو زرو او ۴۰ د برونزو مډالونه شامل ‏دي.‏

د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې یادې کمېټې د لوبغاړو ترمنځ څلور زره هڅوونکې ځانګړې او رسمي سیالۍ جوړې کړې دي.

دوی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې یې د افغانستان پر فري فایټ لوبو هم بندیز ولګوو.

میدان وردګ او بامیان کې؛د طالبانو لخوا څلور تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي

د طالبانو حکومت سترې محکمې ویلي چې په میدان وردګو کې یې دوه اوسېدونکو ته په عام محضر کې تعذیري سزا ورکړې ده.

له یادې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد کسان د چک ولسوالي اړوند وو.

د معلوماتو له مخې، دغه کسان ۳۹- ۳۹ درې وهل شوي او همدا شان د دوو کالو په بند هم محکوم شوي دي.

بل لورته بامیانو کې هم دوه تنه له کوره د تېښتې په جرم ۳۹-۳۹ درې وهل شوي او د یو کال بند حکم هم پرې شوی دی.

چین کې؛د سخت توپان له کبله دوه تنه مړه او ۹۲ نور ټپیان شوي

0

د چین شینهوا خبري اژانس خبر ورکړی چې په دد غه هېواد په هاینان کې د طوفان له کبله ۲ تنه وژل شوي او ۹۲ نور ټپیان دي.

د سرچینې د راپور پر بنسټ، د سختو ورښتونو او تېز باد له کبله خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د یادونې ده چې چین کې وخت ناوخت د سختو توپانونو له کبله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوړي.

ټرمپ:د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو د راتګ مخه په ټپه ودروي

0

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډنالډ ټرمپ یو وار بیا د کډوالو په اړه د بایډن پر پالیسي نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو راتګ په ټپه ودروي.

هغه ویلي، د امریکا په تاریخ کې به د کډوالو د تبعید لوی بهیر پیل کړي.

د ټرمپ په خبره، دی به د امریکا پولې خوندي او له دې لارې به خپل هېواد کې د نشه‌یي توکو زیاتېدو مخنیوی وکړي.

د یادونې ده چې ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د بریا په صورت کې به امریکا ته د کډوالو د راتګ مخه ونیسي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛افغانستان کې جنسیتي اپارتاید په سختو ټکو غندلی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۲ غړو د طالبانو حکومت د امرباالمعروف قانون په اړه سخته اندېښنه ښودلې.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې دا قانون د ښځو او نجونو غږ نور هم چوپ کوي.

په اعلامیه کې افغانستان کې جنسي اپارتاید غندل شوی او د طالبانو له حکومت غوښتل شوي چې د ښځو غږ واوري.

دا اعلامیه افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د چین او روسیې له نظر پرته نشر شوې ده.

امریکا؛د داعش سره په ملاتړ یو پاکستانی وګړی نېولی

0

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، په کاناډا کې مېشت یو پاکستانی وګړی یې د داعش په ملاتړ په نیویارک کې د برید د پلانولو په تور نیولی دی.

شل کلن محمد شهباز خان په بروکسل کې د یهودانو پر یوه مرکز د اتومات او نیمه اتوماتیک وسلو د برید په پلانولو تورن دی.

رويټرز خبري اژانس ویلي، چې شهباز خان د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسرائیلو له برید نږدې یو کال وروسته د دغه برید پلان درلود.

یاد اژانس د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي، چې شهباز خان هڅه کړې وه چې له کاناډا څخه متحده ایالاتو ته سفر وکړي او د برید د ترسره کولو لپاره له خپل پلان کار واخلي.

سیاف:اوسنۍ دوړې به ډېر ژر د هېواد له فضا پاکې شي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف وایي، اوسنۍ دوړې به ډېر ژر د هېواد له فضا څخه پاکې شي.

نوموړي د داسې فضا د حاکمېدو دعا کړې چې ټول وګړي خپل حقونه پکې وپېژني.

ښاغلي سیاف تر دې وړاندې هم د هېواد لپاره ورته دعاګانې کړې دي.

د افغانستان فوټسال لوبډله؛نن مازیګر له تایلنډ سره سیالي لري

0

ټاکل شوې چې د انټرکانټیننټال سیالیو په جام کې افغان لوبډله د ټایلنډ پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي.

دا سیالۍ نن مازیګر ۵ بجې پیلیږي.

که افغان لوبډله دغه سیالۍ وګټي، نو د یادو سیالیو اتله به شي.

دغو سیالیو کې افغانستان، ټایلنډ، ګواتیمالا، کوېټ او نیوزیلنډ هېوادونو لوبډلې برخه لري.