یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 807

د المان فوکس خپرونه:ایران د اروپا لپاره په یو لوی ګواښ بدلېدونکی دی

0

د المان فوکس خپرونې په یوه مقاله کې لیکلي، چې اروپايي چارواکي په ناپوهۍ کې ډوب دي.

دغې مقاله کې ویل شوي، چې ایران ورځ تر بلې د اروپا لپاره په یو امنیتي ګواښ بدلېدونکی دی.

په مقاله کې راغلي چې ایران په فعاله توګه دولتي ترهګري کوي.

دغه مقاله چې د آلمان د امنیتي چارو د یوه جګپوړي کارپوه اولیور رولوف له خوا لیکل شوې ده، زیاته کړې چې ایران د افراطیت پر وړاندې په مبارزه کې شریک کیدای نه شي، ځکه داسې حکومت چې روسیې ته توغندي او بې پیلوټه الوتکې ورکوي او په منځني ختیځ کې حزب الله او حماس پیاوړی کوي، نه شي کولی ثبات او امنیت تضمین کړي، برعکس دا ګډوډوي.

فوکس دې ته په اشارې سره چې سپاه پاسداران له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۴ پورې په اروپا کې لږ تر لږه یوولس عملیات ترسره کړي چې د اسراییلو او یهودانو د ګټو پر ضد وو، دا ښیي چې ایران لا هم اروپا د اسراییلو او لویدیځ سره د جګړې ډګر ګڼي.

نبیل: طالبان په قصدي توګه تفرقه رامنځته کوي او ددې کار پایله به تباهي او سقوط وي

‏د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې طالبان په افغانستان کې د یوه ویجاړونکي ناورین په توګه راڅرګند شوي، چې اصلي موخه یې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه اچول، ملي پیوستون کمزوری کول او د دې خاورې تاریخ او هویت له منځه وړل دي.

رحمت الله نبیل په خپله ایکس‌پاڼه د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ړنګولو ته په غبرګون کې لیکلي، چې په هر ګام کې چې دوی اخلي، د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او دښمنۍ تخم کري.

ښاغلی نبیل وایي، د ښځو د زده کړو له بندولو نیولې بیا د اشرافو له هېواده وتلو ته اړ ایستل، د ملي بنسټونو له منځه وړل د ملي شتمنیو لوټ کول او د قومي احساساتو پارول، دا ټول د یوه ناوړه او پېچلي پلان برخه دي.

نوموړي ویلي، طالبان په قصدي توګه هڅه کوي چې د تفرقې او بې اعتمادۍ په راپارولو سره افغانستان یو ژور بحران ته بوځي چې پایله به یې یوازې د تباهۍ او سقوط لامل شي.

له واشنګټن سره له ترینګلو اړېکو سربېره؛ مسعود پزشکیان سبا امریکا ته ځي

0

له واشنګټن سره له ترینګلو اړیکو سربېره سبا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان امریکا ته ځي.

ټاکل شوې، چې مسعود پزشکیان سبا یکشنبې د ملګرو ملتونو په کلنۍ ٧٩مې سرمشریزه کې د ګډون په موخه نیویارک ته ځي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه او نورې ناستې د روانې سېپټمبر میاشتې له ١٩ مې تر ٢٦ مې نیټې ترسره کېږي.

اردوغان:لویدیځ هېوادونه دې د تل‌ابیب د کړنو ځواب ورکړي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د تل‌ابیب د کړنو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي.

رجب طیب اردوغان نن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له جوړېدو وړاندې یوه کنفرانس ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې به یې د وینا مهم ټکي د غزې د جګړې په اړه وي.

اردوغان دغه راز ویلي، چې اسرائیل په سیمه کې د جګړې د پراخېدو په لټه کې دي.

اردوغان داسې مهال دا ګرځندونې کوي، چې تېره ورځ اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په لبنان کې د حزب الله یو مهم غړی وواژه.

پاکستان کې؛د ګوزڼ درې پېښې ثبت شوي دي

0

د پولیو مخنیوي پروګرام په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي.

دغه پروګرام زیاته کړې، چې د ګوزڼ دغه تازه پېښې په بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونو کې ثبت شوي دي.

هېره دې نه وي، چې په پاکستان کې تېر ۲۰۲۳م کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې.

د یادونې ده چې افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې لا ژوندی دی.

غزه کې؛اسرائیلو په یو ښوونځي برید کې ۲۲ فلسطینیان وژلي

0

د غزې په شمال کې د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

اسوشیټيډپرېس خبري اژانس ویلي، چې دا برید د غزې ښار په زیتون سیمه کې شوی ده.

بل لورته اسرائیلو ویلي، چې د حماس یو مرکز یې په نښه کړی دی.

د یادونې ده، چې تر دا مهاله د اسرائيلو په بریدونو ۴۱ زره فلسطیني وګړي وژل شوي دي.

سارا اډمز:د القاعده شبکه غواړي چې محمودشاه حبیبي اعدام کړي

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې یا «سي آی اې» پخوانۍ استازې سارا اډمز وايي، طالبانو محمود شاه حبیبي القاعده شبکې ته سپارلی او دا شبکه غواړي چې هغه اعدام کړي.

سارا اډمز په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې ​د القاعده شبکه په داسې حال کې محمودشاه حبیبي اعداموي چې د امریکا حکومت طالبان په افغانستان کې د “ترهګرۍ ضد متحد” ګڼي.

سارا اډمز ویلي، چې پر محمود شاه حبیبي تور دی، چې د ايمن الظواهري ځای يې امريکا ته افشا کړی و او بيا امريکا په يو هوايي بريد کې الظواهري ووژاه‌.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد حماسه میډیا ته ویلي، چې دوی سره محمودشاه حبیبي نشته.

حلیم فدایي:مولوي صیبان تر اوسه په دې نه پوهېږي، چې موسیقي په غوږو اورېدل کېږي او که په پښو!؟

په تېر جمهوري حکومت کې د پکتیا والي محمد حلیم فدایي وایي، چې ‏په ایران او پاکستان کې د ملي سرود په وړاندې د طالب استازو نه درېدلو لپاره دا بهانه چې موسیقي اسلام کې حرامه ده، ډېره خندوونکې ده.

ښاغلي حلیمي ویلي، که چېرې د یوې لحظې لپاره د موسیقي په اړه ځیني روایتونه سم وګڼو، نو هماغو روایتونو کې هم د موسیقي د «اورېدو» خبره ده نه موسیقي ته د «ودرېدو» خبره.

نوموړي ویلي، چې ملا صاحبان دې ددین په یوه کمزورې کتاب او روایت کې دا را وښیي چې موسیقي ته درېدل حرام دي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې مولوي صیبانو تاسو تر اوسه په دې نه پوهېږئ چې موسیقي په غوږو اورېدل کېږې او که په پښو!؟ ته که ناست یې او که ولاړ، موسیقي خو اورې.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تېره ورځ د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مرستیال عزیزالرحمن منصور د ایران ملي سرود ته د نه درېدو له کبله د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

د احمد فهیم عظیمي کورنۍ:د عظیمي روغتیایي وضعیت خراب دی او طالبان دې هغه راخوشې کړي

د زده‌کړو د برخې د فعال احمد فهیم عظيمي کورنۍ د طالبانو له حکومت غوښتي، چې نوموړی را خوشې کړي.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې د هغه د روحي او جسمي روغتیایي وضعیت په اړه زیاته اندېښنه لري.

د هغه کورنۍ ویلي، چې عظیمي د څه باندې ١١ میاشتو راهیسې په نامعلوم جرم د طالبانو حکومت سره زنداني دی.

په ورته وخت کې د بخښنې نړيوال سازمان هم ویلي، چې احمد فهیم عظيمي هېڅ جرم نه دی کړی او رواني وضعیت یې هم مخ په خرابېدو دی؛ نو د طالبانو حکومت دې نوموړی ژر تر ژره او پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت احمد فهیم عظیمي او ملګری یې صدیق‌الله افغان د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۷مه په کابل کې له خپل دفتره ونیول، افغان د روان کال په حمل میاشت کې بېرته د طالبانو له بنده خوشې شو، خو احمد فهيم عظيمي لا هم په زندان کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر:اسرائیل به لبنان او غزه کې د خپلو جنایتونو ځواب ترلاسه کړي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې اسرائیل به په لبنان او غزه کې د خپلو جنایتونو ځواب ترلاسه کړي.

عباس عراقچي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۱مه غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی، ویلي چې اسراییل به په منځني ختیځ کې د کړکېچ او جګړې په زیاتولو سره خپلو موخو ته ونه رسیږي.

بل لورته د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک هم ویلي، چې ملګري ملتونه لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو وروسته منځني ختیځ کې د جګړو زیاتېدو احتمال ته اندېښمن دي.