دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 799

پیني وانګ:پر ښځو بندیز به د افغانستان راتلونکی زیانمن کړي

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره پیني وانګ وایي، افغانستان کې پر ښځو بندیزونه د افغانستان راتلونکی زیانمنوي.

هغې د ملګرو ملتونو عمومي سرمشریزه کې ویلي، چې پر ښځو بندیز د دغه هېواد د پرمختګ مخه نیسي.

نوموړې زیاته کړې چې که هر ملت پرمختګ غواړي؛ نو باید د ژوند په ټولو اړخونو کې د خپلو ټولو خلکو ګډون ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې المان، کاناډا، اسټرلیا او هالنډ د افغان ښځو د حقونو په اړه یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دوی به په دې اړه رسمي شکایت ثبت کړي.

مرادوف:د سیمې ثبات لپاره باید افغانستان سره همکاري وشي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وایي، د سیمې د ثبات لپاره باید له افغانستان سره همکاري وشي.

هغه د ملګرو ملتونو ۷۹یمې سرمشریزې کې د خبرو پرمهال ویلي، چې نړۍ باید د بشري ستونزو د حل لپاره د افغانستان له خلکو سره مرستې زیاتې کړې.

مرادوف همدا راز ویلي، چې دوی د ټاپي، نوري فایبر، ریل پټلۍ او نورو پروژو د تکمیل په برخه کې افغانستان سره همکاري ته دوام ورکوي.

د افغانستان په اړه؛د ایران، پاکستان، روسیې او چین ترمنځ څلور اړخیزه ناسته شوې

د افغانستان په اړه د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې د ایران په کوربه توب جوړه شوې وه.

د ایران مهر خبري اژانس ویلي، چې دا غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون جوړه شوه.

یاد اژانس ویلي، چې په دې غونډه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره له طالب چارواکو سره د اړیکو د همغږۍ په هڅو خبرې وشوې.

یاد اژانس ددغې غونډې په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛افغانستان کې لا هم خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي

اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍ واله ورځ داسې مهال را رسېږي، چې ډېر شمېر خبریالان او رسنۍ شکایت لري چې لا هم اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

یو شمېر خبریالانو د نوم نه ښودلو په شرط حماسه میډیا ته ویلي، چې اوسمهال اطلاعاتو ته لاسرسی ورته ډېر ستونزمن شوی او دوی دې چارې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، چې د طالبانو حکومت هغه معلومات رسنیو ته ورکوي، چې د دوی په ګټه وي او په هغو معلوماتو خبریالان ګواښي چې د دوی د پالیسۍ خلاف یا د ولس ریښتینی غږ په کې منعکس شوی وي.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان کې په ډېره ویره دوی خپل کارونه مخته وړي او که د طالبانو د حکومت خلاف یې کوم واقعیت بیان کړ؛ نو سمدستي په مرګ ګواښل کېږي او یا هم زندان ته وړل کېږي.

رویټرز:لبنان کې د اسرائیلو له بریدونو حسن نصرالله روغ وتلی

0

اسرائیلي ځواکونو د لبنان په پلازمېنه بیروت کې یې د حزب‌الله مرکز په نښه کړی.

د اسراییلو د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، چې د دوی ځواکونو د حزب‌الله مرکزي دفتر چې د بیروت تر هستوګنو ودانیو لاندې و، هدف وګرځاوه.

په حزب‌الله پورې تړلې المناره شبکې خبر ورکړی چې په دغو بریدونو کې څلور ودانۍ ویجاړې شوي دي او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

بل لورته اسراییلي شبکو ویلي چې د دغو بریدونو هدف د ایران له ملاتړ برخمن د حزب‌الله ډلې مشر حسن نصرالله و.

په ورته مهال بیا رویټرز خبري اژانس ته ځينو سرچینو ویلي، چې حسن نصرالله له دې بریدونو روغ وتلی دی.

پاکستاني پوځیانو؛د پي ټي ایم د کراچۍ څانګې پر مشر ډزې کړې

0

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ څانګې پر مشر نورالله ترین پاکستاني پوځیانو ډزې کړې.

د یاد غورځنګ غړو ویلي، پر ترین مخامخ ډزې شوې؛ خو نوموړی ترې روغ وتلی.

بل لورته د یاد غورځنګ د رهبرۍ غړي عبدالصمد ویلي، چې د پاکستان حکومت د اکتوبر ۱۱مې قامي جرګې د ګډوډولو هڅه کوي.

فتانه نجیب:ډاکټر نجیب الله د ولسمشرۍ پر مهال د ښځو پر سواد او پوهاوي ټینګار کاوه

د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د مړینې د ۲۸ تلین په مناسبت په یوه پیغام کې د هغه مېرمنې فتانه نجیب ویلي، چې ډاکټر نجیب الله د خپلې ولسمشرۍ پر مهال تل ټولنه کې د ښځو پر سواد او پوهاوي ټینګار کاوه.

اغلې فتانه نجیب ویلي، چې ډاکټر نجیب الله د اساسي حقونو او انساني کرامت تر پښو لاندې کولو سره د طالبانو له لوري ووژل شو.

نوموړې دغه راز ویلي، چې نړۍواله ټولنه د زده کړو او کار په برخه کې باید د ښځو پر مشروع غوښتنو ټينګار وکړي.

د یادونې ده، چې ۱۸ کاله وړاندې د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷ نېټه طالبانو د لومړي ځل لپاره کابل ونیوه او کابل ته له دننه کېدو وروسته یې پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله او د هغه ورور شاپور احمدزی ووژل او جسدونه یې په عام محضر کې را ځوړند کړل.

د طالبانو حکومت؛ عربي اماراتو ته د حامد کرزي د تګ مخنیوی کړی

‏د طالبانو حکومت متحده عربي اماراتو ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سفر مخنیوی کړی.

ټاکل شوې وه، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نن اماراتو ته ولاړ شي، خو طالبانو نوموړي ته د سفر اجازه ورنه کړه.

یوې باخبره سرچینې حماسه میډیا ته ویلي چې د کرزي د سفر د مخنیوي امر له کندهاره شوی او کابل یوازې د نوموړي غوښتنلیک د طالبانو د مشر دفتر ته لیږلی دی.

د یادونې ده، چې پخوانی ولسمشر له دې پخوا هم له ورته برخلیک سره مخ شوی دی.

د طالبانو حکومت له واک ته له رسیدو راهېسې د کرزي دفتر له شپیتو ډېر ځلي د سفر اجازه غوښتې ده، چې یې غوښتنه تر ډېره رد شوې ده.
د کرزي د سفر مخنیوې داسې مهال کیږي، چې طالبانو تازه د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني، د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسینزوی او طالب پلوه مولوي عبدالسمیع زنداني کړي دي.

فضلي: د شهید ډاکټر نجیب د ارمان پوره کولو لپاره اړتیا ده چې له دې خاورې بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې شي

د تېر جمهوري حکومت د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، اوس مهال احساساتي ویناوې نه؛ بلکې عمل پکار دی.

ښاغلي فضلي د شهید ډاکټر نجیب الله د تلین په مناسبت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، هغه څه چې اوس ورته اړتیا ده، یوازې احساساتي ویناوې نه بلکې په عملي توګه د داسې یوه انسجام لور ته کار کول دي چې د شهید ډاکټر نجیب د ارمان د رښتیا کېدو لور ته دا نسل بوځي.

نوموړي زیاته کړې چې د هغه ارمان له دې خاورې څخه د هرې هغې شاتګپالې او بهرنۍ استخباراتي ډلې لرې کول دي چې دا وطن پر نورو پلوري.

د یادونې ده، چې فضلي تر دې وړاندې هم پر خپلو مرکو او ایکس سپیسونو کې ویلي، چې د احساساتو پر ځای باید له تعقل کار واخیستل شي او په وطن کې د روانې بربادۍ مخه په اساسي ډول ونیول شي.

برېټانیا کې؛ افغان سفارت وتړل شو

برېټانیا کې د افغانستان سفارت وتړل شو او هلته افغان سفیر د ودانۍ کیلي د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارله.

تر اوسه هلته د افغان کډوالو لپاره د قونسلي خدماتو په برخه کې هیڅ طرحه نه ده وړاندې شوې.

بل لورته ویل کېږي چې پر دغه سفارت به د افغانستان بیرغ ولاړ وي.

د یادونې ده چې برېټانیا څو اوونۍ وړاندې ویلي وو چې هلته افغان سفارت تړي.