سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 796

د اسرائیل پوځ:موږ د ایراني توغندیو هېڅ ګواښ نه وینو

0

د اسرائیل پوځ ویلي، چې موږ د ایراني توغوندیو هیڅ ګواښ او خطر نه وینو.

یاد پوځ په یوه اعلامیه کې خپلو خلکو ته ویلي، چې تاسو اوس کولای شئ چې خپل کورونه او پناه ځایونه پرېږدئ، تر هغې چې موږ ته امر کېږي.

یاد پوځ زیاته کړې، چې په دې وخت کې موږ د دې برید په ارزیابۍ اخته یو.

اسرائیلي پوځ د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

ایران؛۴۰۰ توغندي پر اسرائیل ور توغولي

0

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې ایران څه د پاسه څلور سوه توغوندي پر اسرائیلو توغولي.

یاد اژانس ویلي، چې دغه توغوندي خپل هدف ته رسېدلي.

ددغه برید د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د دغه برید په اړه اسرائیلو رسمي څه نه دي ویلي.

بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو څو شیبو کې ایران سره د رسمي جنګ د اعلان خبر ورکوي.

اسرائیل:تېرو څو ساعتونو کې یې پر لبنان ۳۰ توغندي ور توغولي

0

اسرائیل وایي، په تېرو څو ساعتونو کې یې پر لبنان ۳۰ توغندي ور توغولي.

د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر اساس، په دغو توغندیو کې ۱۵ یې پر جلیل علیا او پنځلس نور یې پر لویدیځ جلیل ورتوغول شوي، چې یو شمېر سیمو کې یې اورلګېدنه هم رامنځته کړې.

سرچینې د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلو دغه راز ادعا کړې چې په لبنان کې یې څو هغه ودانۍ هم له منځه وړې، چې له وسلو ډکې وې.

د طالبانو حکومت؛پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي

د طالبانو حکومت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل وروستي بریدونه وغندل.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی پر خاوره یرغل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

اعلامیه کې راغلي، دوی له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو او مسوولینو جدي غوښتنه کوي چې په دې اړه اقدام وکړي.

د یادونې ده چې اسرائیل په وروستیو څو اوونیو کې پر لبنان، سوریې، فلسطین بریدونه زیات کړي دي.

د ایران سیستان کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغانان وژل شوي

د ایران په سیستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغان وژل شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي، چې دا پېښه د یو بار وړونکي موټر سره د افغان کډوالو د موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د سیستان او بلوچستان لپاره د سرې میاشتې استازي وايي، چې یاده پېښه نن په سراوان څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د وژل شویو افغانانو هویتونه نه دي څرګند شوي.

قانع:هغه هېوادوال چې د ژورو څاه‌ګانو سرونه لوڅ پرېږدي، قانوني چلند به ورسره وشي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه حکم پر پلي کېدو د څار لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، چې له مخې یې باید په ټول هېواد کې د ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا کمېټه به ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د یادونې ده چې نن ورځ هم غزني کې ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی وو، چې د ژغورولو پر مهال یې د ژغورنکې ډلې څلور نور کسان مړه شوي دي.

غزني کې؛څاه ته د غورځېدلي ماشوم د ژغورنې په عملیاتو کې څلور نور کسان مړه شوي

غزني کې ژورې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې پر مهال څلور نور کسان مړه شوي دي.

یاده پېښه د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سیمه‌ييزو سرچینو ویلي، ژغورونکو هڅه کوله چې څاه ته لوېدلی ماشوم د برېښنايي تخنیکي وسایلو پر مټ راوباسي؛ خو دغو وسایلو شارټي کړې، چې له کبله یې څلور نور کسان مړه شوي دي.

د پاکستان یوې محکمې؛د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ضمانت د خوشې کولو غوښتنه رد کړه

0

د پاکستان یوې محکمې په ضمانت د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کولو غوښتنه رد کړه.

د عمران خان مدافع وکیل رسنیو ته ویلي، چې د خان او د هغه د مېرمنې ضمانت نه دی منل شوی.

عمران خان چې له تېر یو کال راهیسې له مېرمنې سره یو ځای زنداني دی تر اوسه یې د راخوشې کولو لپاره هېڅ کوم ضمانت نه دی منل شوی.

د یادونې ده چې عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.

اسټین:پر اسرائیل مستقیم برید به ایران ته ناوړه پایلې ولري

0

امریکا وايي پر اسرائیل به مستقیم بریدونه د ایران لپاره ناوړه پایلې ولري.

د امریکا ددفاع وزیر لوېډ اسټین له خپل اسرائیلي سیال سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا د حزب الله ډلې پر مشر حسن نصر الله له شوي برید سره موافقه ده.

سره له دې چې بایډن د جګړې پر کمېدو ټینګار کړی، خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران نیابتي ډلو او اسرائیل ترمنځ جګړه کې یې څو زره امریکايي سرتېرې له الوتکو سره منځني ختیځ ته استولي دي.

بلېنکن:له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده.

انتوني بلېنکن د داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو “بې رحمه ترهګر” بللی.

بلېنکن زیاته کړې، چې حسن نصرالله د ډېرو امریکایانو، اسرائیلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې حسن نصرالله د حزب‌الله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه ووېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.