دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 796

د طالبانو حکومت؛پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه غندلي

د طالبانو حکومت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسرائیل وروستي بریدونه وغندل.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوی پر خاوره یرغل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف عمل دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

اعلامیه کې راغلي، دوی له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو لوریو او مسوولینو جدي غوښتنه کوي چې په دې اړه اقدام وکړي.

د یادونې ده چې اسرائیل په وروستیو څو اوونیو کې پر لبنان، سوریې، فلسطین بریدونه زیات کړي دي.

د ایران سیستان کې؛د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغانان وژل شوي

د ایران په سیستان کې د ټرافیکي پېښې له کبله ۱۱ افغان وژل شوي دي.

ایراني رسنیو ویلي، چې دا پېښه د یو بار وړونکي موټر سره د افغان کډوالو د موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې.

د سیستان او بلوچستان لپاره د سرې میاشتې استازي وايي، چې یاده پېښه نن په سراوان څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د وژل شویو افغانانو هویتونه نه دي څرګند شوي.

قانع:هغه هېوادوال چې د ژورو څاه‌ګانو سرونه لوڅ پرېږدي، قانوني چلند به ورسره وشي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغه حکم پر پلي کېدو د څار لپاره یوه کمېټه جوړه کړې، چې له مخې یې باید په ټول هېواد کې د ژورو څاه‌ګانو سرونه پټ شي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا کمېټه به ټولو ولایتونو ته سفرونه وکړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وکړي.

د یادونې ده چې نن ورځ هم غزني کې ژورې څاه ته یو ماشوم لوېدلی وو، چې د ژغورولو پر مهال یې د ژغورنکې ډلې څلور نور کسان مړه شوي دي.

غزني کې؛څاه ته د غورځېدلي ماشوم د ژغورنې په عملیاتو کې څلور نور کسان مړه شوي

غزني کې ژورې څاه ته د لوېدلي ماشوم د ژغورنې پر مهال څلور نور کسان مړه شوي دي.

یاده پېښه د دغه ولایت په ده یک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سیمه‌ييزو سرچینو ویلي، ژغورونکو هڅه کوله چې څاه ته لوېدلی ماشوم د برېښنايي تخنیکي وسایلو پر مټ راوباسي؛ خو دغو وسایلو شارټي کړې، چې له کبله یې څلور نور کسان مړه شوي دي.

د پاکستان یوې محکمې؛د عمران خان او د هغه د مېرمنې په ضمانت د خوشې کولو غوښتنه رد کړه

0

د پاکستان یوې محکمې په ضمانت د عمران خان او د هغه د مېرمنې د خوشې کولو غوښتنه رد کړه.

د عمران خان مدافع وکیل رسنیو ته ویلي، چې د خان او د هغه د مېرمنې ضمانت نه دی منل شوی.

عمران خان چې له تېر یو کال راهیسې له مېرمنې سره یو ځای زنداني دی تر اوسه یې د راخوشې کولو لپاره هېڅ کوم ضمانت نه دی منل شوی.

د یادونې ده چې عمران خان له ۲۰۲۲م کال راهیسې چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایې له لارې له دندې ګوښه شو، په ۱۵۰ قضیو محکوم شوی دی.

اسټین:پر اسرائیل مستقیم برید به ایران ته ناوړه پایلې ولري

0

امریکا وايي پر اسرائیل به مستقیم بریدونه د ایران لپاره ناوړه پایلې ولري.

د امریکا ددفاع وزیر لوېډ اسټین له خپل اسرائیلي سیال سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا د حزب الله ډلې پر مشر حسن نصر الله له شوي برید سره موافقه ده.

سره له دې چې بایډن د جګړې پر کمېدو ټینګار کړی، خو دغه امریکايي چارواکي ویلي، چې د ایران نیابتي ډلو او اسرائیل ترمنځ جګړه کې یې څو زره امریکايي سرتېرې له الوتکو سره منځني ختیځ ته استولي دي.

بلېنکن:له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن ویلي، چې له حسن نصرالله پرته سیمه او نړۍ لا خوندي ده.

انتوني بلېنکن د داعش پر ضد د هېوادونو د ایتلاف په پرانیستونکې غونډه کې حسن نصرالله یو “بې رحمه ترهګر” بللی.

بلېنکن زیاته کړې، چې حسن نصرالله د ډېرو امریکایانو، اسرائیلیانو او په لبنان او سوریه کې یې د ملکي وګړو ژوند اخیستی دی.

نوموړي دغه راز ویلي، چې حسن نصرالله د حزب‌الله د مشرتابه په لړ کې ټوله سیمه ووېروله او د یوه بشپړ هېواد په توګه یې د لبنان د حرکت مخه ونیوله.

د طالبانو استخباراتو؛دیني عالم عبدالقادر قانت نیولی

دیني عالم او د دیني او د جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانی رئیس عبدالقادر قانت د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

عبدالقادر قانت په دې وروستيو کې د هېواد په يو شمېر رسنيو کې د ديني چارو د کارپوه په توګه راڅرګند شو او د طالبانو له خوا يې د نجونو او ښځو پر زده کړو د بنديزونو په اړه نيوکې وکړې.

نوموړی په داسې حال کې نیول کېږي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت رسنیو ته د خپلو مطلوبو کارپوهانو او شنونکو نوملړ استولی او امر یې کړی چې رسنۍ دې له هغو کسانو پرته چې دوی یې غواړي نور خلک دې په خپلو پروګرامونو کې نه رابللي.

تر اوسه د قانت د نېولو لامل څرګند شوی نه دی.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اسرائیلو؛په لبنان کې ځمکني بریدونه پیل کړل

0

اسرائیلو په لبنان کې ځمکني عملیات او بریدونه پیل کړل.

د اسرائیل پوځ ویلي، چې د لبنان له پولې سره یې ځمکني عملیات او د حزب‌الله پر ډلې یې د نن سه شنبې له سهار وختي بریدونه پيل کړي دي.

دوی دغه راز ویلي چې د حزب‌الله ځینې اهداف یې هم په نښه او له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په لبنان کې د اسرائیل د ځمکنیو عملیاتو سره موافقه نه ده ښودلې.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په منځني ختیځ کې د یو لوی جنګ د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.

د ایران پر اتومي تاسیساتو د اسراییل احتمالي برید؛ او د افغانستان پر امنیت او اقتصاد یې اغیزې:

لیکوال: رحمت الله نبیل

د حسن نصرالله مړینه، چې د لبنان د حزب الله مشر او په منځني ختیځ کې د ایران یو له مهمو نیابتي ځواکونو څخه و، د سیمې امنیتي او سیاسي وضعیت خورا حساس او نه اټکل کېدونکی کړی دی. دا ناڅاپي بدلون د حزب الله په مشرتابه کې چې تل یې د ایران او اسراییل ترمنځ د قدرت په معادلو کې مهم رول لوبولی دی، له لبنان څخه بهرهم ژورې پایلې لري او په مستقیمه توګه د ایران سیمه‌ییزو پالیسیو باندې اغیز کوي. په دې شرایطو کې، د اسراییل لخوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید احتمال په جدي توګه زیات شوی دی.

په منځني ختیځ کې د کړکېچونو او د اسراییل او ایران ترمنځ ژورو دښمنیو ته په پام سره، د اسراییل لخوا د ایران د اتومي تاسیساتو پر وړاندې د مخنیوي برید امکان په ځانګړې توګه د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د واک لېږد په موده کې (له ټاکنو څخه تر تحلیف پورې) په زیاتېدو دی.
دا موده چې معمولاً د امریکا د رهبرۍ د پریکړو د خلا دوره وي، د اسراییل لپاره یو فرصت رامنځته کولی شي چې په یو ستراتیژیک برید سره امریکا اړ کړي چې په جګړه کې ښکیل شي.
دا ډول سناریو د سیمې او نړۍ لپاره د جیوپولیتیکي، اقتصادي او امنیتي پایلو یوه لړۍ رامنځته کولی شي.

د حزب الله کمزورتیا او د مشرتابه خلا:

حزب الله چې د ایران یو له مهمو نیابتي ځواکونو څخه دی، د حسن نصرالله تر مړینې وروسته د مشرتابه له کمزورتیا او بې ثباتۍ سره مخامخ کیږي. نصرالله د ایران په نیابتي شبکه کې یو کلیدي څېره وه، چې د اسراییل پر وړاندې د قدرت توازن او په سوریه کې د بشار الاسد رژیم ملاتړ کې یې مهم رول لوبولی و.
د نصرالله تر مړینې وروسته د حزب الله کمزورتیا کولی شي د اسراییل پر وړاندې د ایران پوځي وړتیاوې په شدیده توګه محدودې کړي.
دا وضعیت د اسراییل لپاره یو ستراتیژیک فرصت ګڼل کیږي، ځکه د ایران د نیابتي ځواکونو له کمزورتیا سره، د ایران پر اتومي پروګرام فشار نور هم زیاتېدی شي.

د ایران او نورو نیابتي ځواکونو احتمالي غبرګون:

که څه هم حزب الله کمزوری کیږي، خو ایران لاهم نور نیابتي ځواکونه لکه حماس، حوثیان او حشد شعبې ډلې لري.
د اسراییل لخوا د ایران پر اتومي تاسیساتو د احتمالي برید په صورت کې، دا ډلې په شمول د حزب الله کولی شي د اسراییل او د امریکا د ګټو پر وړاندې غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړي. دا حالت کولی شي هغه محدوده جګړه چې اسراییل یې تعقیبوي، په یوه پراخه سیمه‌ییزه شخړه بدله کړي، چې په پایله کې به د سیمې نور مهم لوبغاړي لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات هم ښکېل شي.

دا پراخه شخړه، د سیمیزو ګټو تر څنګ، د نړۍ ځواکونه لکه امریکا، روسیه او چین هم په دې نویو معادلو کې شاملولی شي. امریکا د اسراییل یو کلیدي متحد په توګه، کېدای شي په مستقیمه توګه مداخله وکړي.
روسیه او چین، په ځانګړې توګه د اوسنیو کړکیچونو په ترڅ کې چی په اوکراین او تایوان کې ورسره مخ دي، ممکن له دې حالت څخه د خپلو جیوپولیتیکي اهدافو لپاره ګټه پورته کړي.

یو بل مهم ټکی دا دی چې د اروپا اتحادیه او د خلیج هیوادونه هم په دې معادلاتو کې رول لري. د اروپا اتحادیه کېدای شي د کړکېچونو په کموالي کې منځګړیتوب وکړي او بل خوا د خلیج هیوادونه لکه سعودي عربستان او امارات چې د ایران د سیمیز نفوذ څخه اندېښمن دي، ښایي پر ایران د فشار په زیاتوالي له کبله راضي وي.

د ایران رژیم کمزوري کېدل یا سقوط:

د جګړې له امله زیاتېدونکي پوځي او اقتصادي فشارونه کولی شي د ایرام اسلامي جمهوریت د رژیم کمزورتیا او یا حتی سقوط ته لاره هواره کړي. ایران چې وړاندې له دې هم د سختو اقتصادي بندیزونو او داخلي ناخوښیو سره لاس او ګرېوان دی، ښایي د دغو نویو فشارونو په وړاندې مقاومت ونشي کړای.
د نصرالله تر مړینې وروسته د نیابتي ځواکونو کمزوري کېدل او د ایران سیمه‌ییز ملاتړ کمېدل کولی شي په تهران کې د قدرت د جوړښت نړیدو ته لاره هواره کړي.

د ایران رژیم سقوط، برسیره پر دې چې په ایران به مستقیمې اغېزې ولري، په سیمه کې هم پراخې پایلې لرلی شي. د ګاونډیو هیوادونو په ځانګړې توګه سعودي عربستان او اماراتو ممکن له دې فرصت څخه د خپل نفوذ د پراخولو لپاره ګټه پورته کړي او ایران له داخلي نړیدو او د واکمنۍ داخلي سیالیو سره مخ شي.
دا حالت کولی شي په ایران کې د بې ثباتۍ نوې دوره پیل کړي، چې په ترڅ کې یې بیلابیل سیاسي او پوځي ډلې د قدرت ترلاسه کولو هڅې وکړي.

پر افغانستان اقتصادي اغېزې:

د ایران د رژیم د کمزورتیا یا بدلون یوه له مهمو پایلو څخه به په افغانستان باندې اقتصادي اغېزې وي.
افغانستان په پراخه کچه د ایران پر وارداتو، لکه سون، خوراکي توکي او درملو باندې تکیه کوي. که په ایران کې بې ثباتي رامنځته شي، افغانستان به له یو جدي اقتصادي بحران سره مخامخ شي. له ایران څخه د وارداتو کمښت یا قطع کېدل کولی شي د افغانستان د خلکو ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخامخ کړي.

پر دې سربېره، د احتمالي جګړې یا د ایران رژیم د کمزورتیا او سقوط په صورت کې، میلیونونه افغان مهاجرین چې په ایران کې ژوند کوي، د افغانستان ته د جبري ستنیدو له خطر سره مخامخ کیږي. دا ډله ییز راستنیدل کولی شي د افغانستان او د طالبانو رژیم لپاره جدي پایلې ولري:
په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد کمزوری دی او د بیکارۍ کچه لوړه ده، د میلیونونو راستنېدونکو مهاجرینو به راستنیدلو د بیوزلۍ، بیکارۍ او د هیواد پر کمزورویو زېربناوو فشارونه زیات کړي.

په داسې حالاتو کې، طالبان چې د خپلې واکمنۍ د ټینګښت او له ګاونډیو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو د ښه والي په لټه کې دي، له نویو ننګونو سره مخامخ کیدی شي.
پر افغانستان د اقتصادي فشارونو زیاتوالی کولی شي د طالبانو مشروعیت نور هم کمزوری کړي او د عامه ناخوښیو زیاتیدو لامل شي، چې په پایله کې به یې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه بې ثباتي نوره هم زیاته شي.

پر افغانستان سیاسي او امنیتي اغېزې:

که د ایران رژیم کمزوری شي یا سقوط وکړي، د سیمې په کچه د قدرت خلا رامنځته کېدل ښایي د افراطي ډلو د فعالیتونو د پراخوالي لامل شي. په دې سناریو کې، طالبان ښایي له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره نوې ایتلافونه جوړ کړي ترڅو په سیمه کې خپل نفوذ ټینګ کړي.
طالبان چې له وړاندې یې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره نږدې اړیکې شتون لري، ښایي د دغو اړیکو د لا ټینګښت او پراختیا په لټه کې شي ترڅو د نړیوالو او سیمه‌ییزو فشارونو پر وړاندې خپل قدرت زیات کړي او یایې کم تر کمه وساتي.

د طالبانو او افراطي ډلو ترمنځ دا نږدېوالی کولی شي د سیمې او نړۍ لپاره جدي امنیتي پایلې ولري. د القاعدې بیا ظهور په افغانستان کې او له طالبانو سره نوې همکارۍ، نړیوال امنیت ته یو ګواښ ګڼل کیږي او کولی شي په نړیواله کچه د تروریستي فعالیتونو زیاتوالي لامل شي.
د افراطي ډلو ترمنځ د دې ډول ائتلافونو رامنځته کېدل کولی شي په افغانستان او منطقه کې د افراطیت د ودې او پراختیا لپاره نوې فضا رامنځته کړي.

آیا د ایران رژیم سقوط کولی شي پر طالبانو فشارونه زیات کړي؟

که د ایران اسلامي جمهوریت رژیم سقوط وکړي او یو “ولسواکه/ډیموکراتیک” او “باثباته” دولت چې له سیمې او نړۍ سره پراخې اړیکې ولري، پر ځای یې راشي، دا بدلون کولی شي د افغانستان په داخلي او نړیوال وضعیت په ځانګړې توګه د طالبانو پر رژیم باندې د پام وړ اغېزې ولري.
یو ولسواکه او باثباته ایران احتمالاً به خپلې بهرنۍ او امنیتي تګلارې له سره و ارزوي او ښایي په سیمه کې له نیابتي ځواکونو او افراطګرو ډلو څخه ملاتړ پرېږدي.

په دې صورت کې، طالبان چې له ځینو هیوادونو او نیابتي ډلو سره ژورې مالي او پوځي اړیکې لري، ښایي د مخکې په پرتله نور هم منزوي شي.
یو ولسواکه ایران کولی شي د سیمې لپاره د تحول او پرمختګ یو سمبول وګرځي، او همدارنګه له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې ښه کړي.
دا مسئله نه یوازې کولی شي پر طالبانو دیپلوماتیک فشارونه نور هم زیات کړي، بلکې د افغانستان د خلکو په عامه ذهنیت کې بدلون راولي او د طالبانو پر وړاندې داخلي ناخوښۍ او مخالفتونه زیات کړي.

که څه هم دا بدلونونه به په حتمي توګه د طالبانو رژیم د سقوط سبب و نه ګرځي، خو که داخلي او نړیوال فشارونه زیات شي د طالب رژیم به د خپل قدرت د ساتلو لپاره له جدي ننګونو سره مخامخ شي.
له همدې امله، د ایران رژیم سقوط کولی شي د طالبانو د انزوا بهیر ګړندی کړي، خو نور عوامل لکه د نړیوالې ټولنې، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او داخلي تحولاتو غبرګونونه به هم د طالبانو په راتلونکي کې مهم رول ولري.

پایله:

د ایران پر اتومي تاسیساتو احتمالي برید کولی شي منطقه کې د وړاندوینې او کنټرول څخه بهر تحولات پیل کړي.
د سیمه‌ییزې جګړې د پراختیا څخه نیولې تر د ایران په رژیم کې د جوړښتونو بدلونونو پورې، د دې اقدام اغېزې له ایران څخه بهر به هم پراخې وي.
په لنډمهال کې، منځنی ختیځ به د شدیدې بې ثباتۍ دورې ته ننوځي او نړیوال لوبغاړي ښایي په نویو جیوپولیتیکي سیالیو کې شامل شي. په منځ مهاله کې، په ایران کې د رژیم بدلون او د دې اقتصادي او امنیتي اغېزې به په افغانستان او د سیمې په نورو هیوادونو کې پراخې بې ثباتۍ رامنځته کړي.
په اوږدمهاله کې، د طالبانو او افراطي ډلو ترمنځ نږدېوالي او د نوي ترهګریزو ائتلافونو رامنځته کېدل، نړیوال امنیت ته ګواښونه زیاتوي.

په پایله کې، هر ډول پوځي اقدام پر ایران باندې کولی شي په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د ژورو جوړښتي بدلونونو لامل شي، او پر افغانستان هم پراخې او ژورې اغېزې ولري.

پاتی برخه:
پر افغانستان د اقتصادي فشارونو زیاتوالی کولی شي د طالبانو مشروعیت نور هم کمزوری کړي او د عامه ناخوښیو زیاتیدو لامل شي، چې په پایله کې به یې په افغانستان کې سیاسي، امنیتي او ټولنیزه بې ثباتي نوره هم زیاته شي.